پاکستانی کرکټر عمران نظیر ۳۷ کلن شو

حضرت عثمان نوري

عمران نظیر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی اوپنر توپوهونکی د ۱۹۸۱م کال د ډیسمبر په ۱۶مه نېټه په پاکستان کې زیږدلی دی. نوموړی د نن ورځې په ګډون ۳۷ کاله او یوه ورځ عمر لري، عمران نظیر په ښي لاس چټک توپوهونکی او په ښي لاس لیګ بریک توپ اچونکی دی.

عمران نظیر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره تر دې مهاله ۸ ټيسټ لوبې ترسره کړي دي چې په ۱۳اننګرونو کې یې ۴۲۷ منډې جوړې کړې دي. عمران نظیر د ټيسټ لوبو لومړۍ لوبه د سریلانکا خلاف په کال ۱۹۹۸م کال د مارچ په ۴مه وکړه او وروستۍ ټیسټ لوبه یې بیا د اسټرالیا خلاف په۲۰۰۲ م کال د اکټوبر په ۱۲مه نېټه ترسره کړه.

نوموړي د پاکستان لپاره په ۷۹ یو ورځنېو سیالېو کې هم برخه اخیستې ده او ۷۹ اننګزونه یې هم لوبولي دي چې ۱۸۸۵ منډې یې پکې جوړې کړي دي. نظیر د لومړي ځل لپاره خپله یو ورځنۍ سیالۍ هم دسریلانکا په خلاف په کال ۱۹۹۷ کې ترسره او وروستۍ سیالۍ بیا د نیوزیلینډ خلاف په ۲۰۰۹ م کې ترسره کړه.

د شل وریز په فارمټ کې عمران نظیر بیا تر دې مهاله په ۲۵ سیالېو کې برخه اخیستې چې ۲۴ اننګزونو کې یې توپوهنه کړې ده او پوره ۵۰۰ منډې یې په خپل اکونټ کې ثبت کړي دي. عمران نظیر لومړۍ شل اوریزه سیالۍ سوت افریقا خلاف په کال ۲۰۰۷ کې ترسره او وروستۍ لوبه یې بیا د سریلانکا خلاف په کال ۲۰۱۲ کې ترسره کړه.

تازه د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) په خپله رسمي فسبوک پاڼه عمران نظیر ته د زیږدنې دورځې مبارکي ویلې ده او د تر ټولو لوړې منډې په یو ورځنۍ سیالۍ کې چې په کال ۲۰۰۷ کې د زمبابوې خلاف ترسره کړه، د ۱۶۰ منډو یادونه او ستاینه هم کړې ده.