پاکستانی کرکټر: د انګلنډ خلاف باید ښه سیالي وکړم

ولید ( خپلواک )

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتي کرکټر فخر زمان ویلي پر ځان د باور کمېدو خبر هغه مهال ورکړ چې خپلو تمریناتو ته یې ارزښت نه و ورکړی.

دی وايي: (( پر ځان مې دومره باور درلود چې خپلو تمریناتو ته مې هیڅ پام نه کاوه، زما لپاره ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام هیڅ ښه نه و، زه کوښښ کوم چې په خپلو تخنیکي اړخونو ډېر کار وکړم او خپلې تیروتنې اصلاح کړم.))

زمان زیاتوي: ((زه پر خپلو نیمګړتیاوو کار کوم او تاسو به څه موده وروسته ما وګورئ چې زما په تخنیکي کرکټ کې څومره بدلون راغلی، زه په لوبو کې هیڅ ډول فشار نلرم، که هغه د هرې لوبډلې پر وړاندې وي، تل پر ځان باورې یم او خپل کرکټ په ډاډه زړه ترسره کوم، خو په دې وروستېو کې زما تخنیکي کرکټ ډېر خراب شوې چې اوس لپاره مې پرې پوره کار روان کړی.))

دی وايي: (( زه دا ځل په ۲۹ کسیزه سکواډ کې د انګلستان خلاف پر وړاندې اخیستل شوې یم مونږ له انګلستان سره درې شل اوریزه لوبې لرو او باید په دې سیالیو کې زه باید د یو ښه پیلیز پڅير ځان ثابت کړم.))

 یاده دې وي چې فخر زمان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په لومړیو دووکلونو کې ډېر ښه وځلېد، خو وروستيو کلونو کې یې د کرکټ بڼه ډېره بدله ښکاري.