پاکستانی کرکټر نسیم شاه : ویراټ کهولي مې خوښیږی، خو ډار ترې نلرم

 ولید ( خپلواک)

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نوي چټک توپویشتونکي نسیم شاه چې تازه یې نړیوال کرکټ ته مخه کړې، په خپله وروستۍ مرکه کې وویل:

(( دا چې پاکستان او هندوستان سره ډېري ځانګړې سیالۍ ترسره کوي، او ګڼ شمير مینوال یې د لوبې پر وخت د ګټې او تاوان غوښتنه کوي، زه هم په ډېري لیولتیا هغه شیبې ته انتظار باسم چې یوه ورځ د هندي توپ وهونکو خلاف بهترینه توپ اچونه ترسره کړم.))

نسیم چې اوس یې تازه نړېوال کرکټ ته مخه کړې او ګڼ شمېر مینه وال یې خپل کړي، زیاته کړه:

(( دهندوستان لوبډلمشر ویراټ کوهلي مې ډېر خوښيږي او ډېر درناوی ورته لرم، خو زه باوري یم چې په خپلې چټکې توپ وهونې سره به هغه وننګوم.))

 نسیم شاه د اوسني عصر بهترینه توپ ویشتونکی دی او چانس لري ترڅو په نړیوال معیار د ښه سرعت سره خپلې توپ اچونې ته ادامه ورکړي.

پر نوموړي پاکستانۍ لوبډله زیات باور په ټیسټ لوبه کې کوي او زیات وخت یې په دغه برخه کې ځان ښه ثابت کړی دی.