د اتریش فوټبال ملي لوبډلې کورونا ته تدابیر نیولي، نور هم شته

محمود خان منندوی

د کرونا په بحران کې د اتریش د فوټبال ملي لوبډلي د دې هیواد د کلبونو سره د مرستی په هدف د یو میلیون یورویي اضطراري صندوق جوړ کړی دی. د دې ترڅنګ به د اتریش د ملي لوبډلي لوبغاړي ۵۰۰ زره یورو د اتریش د لیګ د کوچنیو کلبونو سره مرستې برابري کړي.

د ډیلي سټار د راپور پر اساس، منچسټر سیټي کوښښ کوي، تر څو خپل روزونکی پیپ ګوارډویلا  له ځان سره وساتي. دوی ډاډمن دي، چې هسپانوی روزونکی به یي تر۲۰۲۱ کال وروسته خپل قرارداد ور سره وغځوي او بارسلونا ته به بیرته ولاړ نه شي.

د CIES ادارې د معلوماتو پر اساس، برازیل په نړۍ کې لومړی هیواد دی چې تر ټولو ډېر فوټبالران صادروي.

 د دې څېړني له مخي، هغه هیوادونه چي روان کال کې یي نورو هیوادونو ته ډېر لوبغاړي تللي دي، برازیل د ۱۶۰۰ لوبغاړو په صادرولو سره لومړی مقام لري، چې د دې جملې څخه ۷۴.۶ سلنه یي د کلبونو سره په لومړیو لیګونو کې لوبیږي.

 فرانسه په ۱۰۲۷ لوبغاړو سره دوهم، ارجنټاین په ۹۷۲ لوبغاړو سره درېیم، انګلستان په ۵۶۵ لوبغاړو سره څلورم او هسپانیا په ۵۵۹ لوبغاړو سره پنځم مقام لري، خو جالبه نقطه دا ده چې په لومړیو لیګونو کې د حاضرو لوبغاړو د سلنې له مخي هسپانیا په ۷۸.۵ سلنې سره لومړی مقام لري.

 د دې راپور پر اساس، پرټګال د برازیلي صادراتي فوټبالرانو اصلي هدف، چیلي د ارجنټایني صادراتي فوټبالرانو اصلي هدف او انګلستان د هسپانوي صادراتي فوټبالرانو اصلي هدف دی.

فوټبال د نړۍ له نامتو ورزشي سیالېو شمېرل کیږي چې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې ځانګړي مینه وال لري.