انظمام: ویراټ کهولي تل ښه کرکټ کوي

ولید خپلواک

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه او پخواني لوبغاړي (انضمام الحق) هغه خبرې بې اساس وبللې چې اوس یې د ویراټ کهولې خلاف خلک کوي.

انضمام وایي: ((ویراټ کهولي د تخنیک له پلوه ځانګړی او بیل انداز لرونکی لوبغاړی دی، هغه تل ښه کرکټ کوي، زه د یو کرکټر په توګه ویلای شم چې لوبغاړي به له داسې مرحلې سره مخ کیږي چې د هغه د غوره هڅو سربیره منډې نه راځي.))

انظمام زیاتوي: ((ویراټ هغه لوبغاړی دی چې د بدن د هر غړې څخه د لوبې پر جریان کې کار اخلې، د تخنیک او تکتیک له پلوه په نړۍ کې د کهولې پڅېر مهم لوبغاړي ډېر کم لیدل کیږي.))

 ویراټ کهولې چې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو مخکښ لوبغاړی دی د نیوزیلنډ خلاف یې د پنځوس اوریزو او دوه ټيسټ لوبو په بایللو سره د مينوالو پام ځان ته راواړوه، ویراټ اوس په ټول هندوستان کې د سختو انتقادونو سره مخ دی. دا د هندوستان په هېواد کې لومړۍ ځل نه دی چې په لوبغاړي توندې نیوکې کیږي د هند مینوال تل ګټه غواړي او که یو لوبغاړی په څو سیالیو کې ښه نتېجه ورنه کړي نو بیا د دوی له پام څخه غورځيږي.