روي بورنز: د ګول په وهلو کې مې زنګون ټپي کړ

ولید خپلواک

 د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکي خبر ورکړې چې تر هغه نور فوټبال نه کوي تر څو یې چې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد نه وي اخیستی.

د انګلستان لوبډلې بهترینه د ټيسټ کرکټ لوبغاړی روي بورنز د ګارډين مشهوره ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي:

((زه د کرکټ نه ډېر وخت فوټبال پاتې کړې یم، ځکه زه همېشه د فوټبال د لوبې پر جریان زخمي کیږم، ما په وروستۍ سیالۍ کې د پروټیز خلاف د گول په ترسره کولو کې خپل زنګون زیات ټپې کړ چې له همدې وجې ډېر وخت زه د ملي لوبډلې څخه لرې پاتې شوم.))

((نور تر هغې فوټبال نه کوم چې له نړیوال کرکټ څخه مې استعفا نه وي ورکړې.))

روي بورنز د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکی دی چې ډېر وخت د ټپونو له امله په لوبډله کې نه دی لیدل شوی.

یاده دي وي چې بورنز د کرکټ تر څنګ په فوټبال لوبه کې هم یو افسانوې لوبغاړی دی.