انگلستان ته جي روټ بهترین لوبغاړی دی

ولید خپلواک

 د کرکټ لوبه چې ځانګړي مینوال په ټوله نړۍ کې لري، خو ځینې په کرکټ کې داسي لوبغاړي پیدا کیږي چې تل پرې لوبډله پوره باور لري او د ملا د تير په حیث یې ګڼي.

 په دغه لړۍ کې لومړی توپوهونکی انګلستانی ( جي روټ) دی، روټ د انګلستان لوبډله کې مهم لوبغاړی دی هغه ډېر وخت په دوهم مقام میدان ته راښکته کیږي.  د ټيسټ او پنځوس اوریزې لوبې لپاره د کمالاتو ډک لوبغاړی دی، روټ همېشه د انګلستان لپاره په درې واړه فارمټونو کې ښه لوبیدلی خو ټیسټ او پنځوس اوریزې لوبې یې جلا خوند لري.

دوهم: هندي توپ وهونکی ویراټ کوهلې دی. ویراټ د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کيپتان او د درې واړو برخو مخکښ لوبغاړی دی، هغه له تکتيکي، ذهني او بدني اړخ څخه په کرکټ کې جوړ لوبغاړی دی، ویراټ د کرکټ په نړۍ کې لومړۍ توپ وهونکی دی چې د سترګو لید یې د بال برابر جوړ کړی او د لوبې پر جریان ټول پام کرکټ ته اړوي.

 درېم:  د ویسټ انډيز کرکټ په ملي لوبډله کې یو داسې لوبغاړی چې په نړیواله کچه یې د کرکټ د نړیوالې شورا سره په درجه بندۍ کې مهم ځای خپل کړی دی. ممکن په راتلونکو کلونو کې د نړۍ په کرکټرانو باچاهي وکړې، د ویسټ انډیز لوبډلې اوپنر توپ وهونکی ( شيا هوپ) دا هغه نوم دی چې د ویسټ انډيز لپاره په ټيسټ او پنځوس اوریزه سیالیو کې تر ټولو مشهوره او کلیدي لوبغاړی دی.

 څلورم:  بابر اغظم، نوموړی د پاکستان هېواد اوسیدونکی دی او پر ملي لوبډله کې راج لرونکی لوبغاړ دی، بابر د تخنیک له پلوه په نړیواله کچه شهرت لرونکی لوبغاړی دی په پاکستاني بابر کې ښه خوبیانې دا دي چې هغه د پاکستان هېواد لپاره په درې واړه فارمټونو کې لوبه ترسره کوي او د هر فارمټ لوبه یې جلا انداز لري.

دا په کرکټ کې هغه نومونه دي چې په نړیواله کچه ښه شهرت لرونکې او د کرکټ په نړۍ کې یې د توپ وهنې برخه بیل انداز لري.