هندي لوبغاړی له یوې نڅاګرې سره نوی ژوند پېلوي

سید ادریس ولیزاده

ګڼ شمېر رسنېو تائید کړې ده چې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې یو پیاوړی لوبغاړی چې په لوبډله کې د آل رونډر په حېث لوبیږي، له یوې نڅاګرې سره د ګډ ژوند پېلولو هوډ کړی دی.

دغه هندي لوبغاړی اوسمهال ۲۶ کلن دی. نوموړی د ۱۹۹۳ میلادي کال د اکتوبر په ۱۱مه نېټه په لوی هند کې زېږدلی دی.

 د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړي هارډېک له خپلې نږدې ملګرې نتاشا سره نامزاد شو.

 دوی د نوي میلادي کال په لومړۍ نیټه د کوژدې اعلان وکړ.

 ۲۷ کلنې نتاشا د هند په ممبۍ کې له ۲۰۱۲ کال څخه راهیسې نڅاګره، ماډله، د تلویزیون ویانده، د ویب سایډ کار کوونکې، د هندي فلمونو لوبغاړې پاتې شوې ده.

 د هارډېک پنډیا عمر بیا ۲۶ کاله دی.