د کرېس ګېل د کرکټ ژوند او کارنامې

خبریال: سید ادریس ولي زاده

د کرېس ګېل اصلي او مکمل نوم یې کرېسټوپر حنري ګېل دی.

ګېل په کال ۱۹۷۹ میلادي کې د سپتمبر میاشتې په ۲۱مه نیټه د جمیکا په کېنګ سټان ښار کې زیږیدلی دی.

کرېس ګېل د کرکټ په نړۍ کې ۳۹ کاله عمر لري، چې په یونورسل باس، حنري، ګېل فورس او ګېل سټورم په لقبونو هم مشهور دی.

ګېل د لومړي ځل لپاره په جمیکا کې د لوکاس کرکټ کلب سره د کرکټ پیل وکړ، چې په ۱۹۹۹ کال کې د لومړي ځل لپاره د جمیکا اړوند د ویسټ انډیز د کرکټ له ملي لوبډلې سره یوځاي شو.

ګېل د چټکې لوبې ترڅنګ د ساعترۍ په برخه کې هم مشهور کرکټر دی، چې ډېر کله خلکو ته داسې عملونه کوي، چې د خندا وړ وي.

دغه مشهور لوبغاړی الرونډر دی، چې هم توپ اچونه او هم توپ وهنه کولای شي، دی په کېڼ لاس توپ وهنه او په ښي لاس سوکه اف بریک توپ اچونه کوي.

ګېل په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د مارچ میاشتې په ۱۶مه نیټه د زمبابوې ملي لوبډلې خلاف لومړنۍ پنځه ورځنۍ ( ټیسټ) لوبه وکړه او په ۲۰۱۴ کال کې د سپټمبر میاشتې په پنځمه نیټه د بنګله دیش خلاف خپله وروستۍ ټیسټ لوبه ترسره کړه.

نوموړی په ۱۰۳ ټیسټ لوبو کې د ۱۵ سلېزو او ۳۷ پنځوسېزو پر مټ ۷۲۱۴ منډې جوړې کړې دي، چې لوړې منډې یې په یوه لوبه کې ۳۳۳ دي، اخوا په توپ اچونه کې ۷۳ ویکېټې اخیستې دي او په ډګر ساتنه کې ۹۶ کیچونه نیولي دي.

کریس ګېل په ۱۹۹۹ کال کې د سپټمبر میاشتې په ۱۱مه نیټه لومړنۍ یو ورځنۍ( پنځوس) اورېزه لوبه د هند خلاف ترسره کړې ده، چې وروستۍ پنځوس اورېزه لوبه یې هم د هندوستان خلاف د اګسټ میاشتې په ۱۴مه نیټه وه.

ګېل د روان کال په فبرورۍ میاشت کې اعلان کړی و، چې له نړیوال جام ورورسته له یو ورځنیو لوبو څخه مخه ښه کوي.

د ویسټ انډیز ملي لوبډلې دغه الرونډر په ۳۰۱ یو ورځنیو لوبو کې د ۲۵ سلېزو او ۵۴ پنځوسېزو پر مټ ۱۰۴۸۰منډې جوړې کړې دي، چې لوړې منډې یې په یوه لوبه کې ۲۱۵ دي، اخوا په توپ اچونه کې ۱۶۷ ویکېټې اخیستې دي او په ډګر ساتنه کې بیا ۱۲۴ کیچونه نیولي دي.

حنري ګېل په ۲۰۰۶ کال کې د فبروري میاشتې په ۱۶مه نیټه د نیوزیلنډ خلاف لومړنۍ شل اورېزه لوبه ترسره کړه، چې وروستۍ شل اورېزه لوبه یې د روان ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتې په اتمه نیټه د انګلنډ خلاف وه.

دی په ۵۸ شل اورېزو لوبو کې د دوو سلېزو او دیارلسو نیمه سلېزو پر مټ ۱۶۲۷ منډې جوړې کړې دي، چې لوړې منډې یې ۱۱۷ دي او په توپ اچونه کې ۱۷ ویکېټې اخیستې دي، خو په ډګر ساتنه کې بیا ۱۵ کیچونه نیولي دي.

ګېل د ویسټ انډیز ملي لوبډلې ترڅنګ د جمیکا، ورسیسټرشایر، سټنډ فورډ سوپر سټار، کلکته نایټ رایډرز، ویسټرن اسټرلیا وریرز، رایل چلینجرز بنګلور، سیډني تندر، متابلیهانډز تسکرز، بریسل بورنرز، جمیکا تلاواس، ډاکا ګلډیټرز، هېګ ویلډ لاینس، میلبرن رینجیډز، بریسل بولس، لاهور قلندز، چټاګوېنګ ویکینکز، کراچي کینګز، رنګپور ریډرز، کیتز نیوز پټرېټوس، کینګز ایلیون پنجاب، بلخ لیجنډز او جوزي سټارز سره لوبیدلی دی.

دغه پیلیز توپ وهونکی په کرکټ کې تاریخي کارنامې هم لري.

ګېل له برېن لارا وروسته دویم ویسټ انډیزي لوبغاړی دی، چې په یو ورځنیو لوبو کې لس زره منډې پوره کړې دي.

لومړی هغه لوبغاړی دی، چې د کرکټ په درې واړو فارمټونو کې سلېزه لري.

ګېل لومړی توپ وهونکی دی، چې په ټیسټ لوبو کې درې ګونې یا تریپل سلېزه، په یو ورځنیو لوبو کې غبرګه سلېزه او په شل اورېزو لوبو کې یوه سلېزه جوړه کړې ده.

کریس ګېل لومړی توپ وهونکی دی، چې د نولس کلنو په نړیوال جام، د ملي لوبډلو په شل اورېزه نړیوال جام، په پنځوس اورېزه نړیوال جام، په چمپینز ټراپي او د نړیوال جام په غوراوي پړاو لوبو کې سلېزې جوړې کړې دي.

ګېل د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام سیالیو کې د زمبابوې خلاف خپله چټکه غبرګه سلېزه په ۱۳۸ توپونو وهلې ده.

دغه مشهور کرکټر درېیم نړیوال لوبغاړی دی، چې د یوولسو بیلا بیلو هېوادونو پر وړاندې سلېزې جوړې کړې دي.

ګېل په یو ورځنیو لوبو کې په ۱۹ توپونو چټکه نیمه سلېزه جوړه کړې ده.

کریس ګېل لومړی هغه لوبغاړی دی، چې د ټیسټ لوبې په لومړي توپ شپږېزه وهلې ده او په یوه ټیسټ لوبه کې په یو اور شپږ څلورېزې پرلپسې ترلاسه کړي دي.

دغه ویسټ انډیزي کرکټر له نړیوالو لوبو وراخوا په لیګونو کې هم تاریخي کارنامې جوړې کړي دي.

ګېل د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې شپږ سلېزې لري، کریس چټک توپ وهونکی دی، چې په ای پي ایل سیالیو کې ۴۰۰۰ منډې پوره کړي دي.

دغه الرونډر په ای پي ايل سیالیو کې ۳۰۰ شپږېزې وهلي دي.
کریس ګېل په داخلي کرکټ کې په ۱۲ توپونو نیمه سلېزه وهلې ده.

حنري ګېل په ۲۰۱۵ کال کې د انګلنډ په لندن ایالت کې په خپل نوم دوه اکاډمۍ جوړې کړي دي، چې اوس هم فعالیت کوي.

۳۹ کلن کریس ګېل د نتاشا بریج نومې انجلۍ سره واده کړی، چې دوی یوه لور هم لري.