لعل آغا ابراهیمي
ياد ټورنمېنټ د الحاج جنرال عبدالمنير تره خېل په مشرۍ او په لغمان کې د دولت جوړونکي ټيم د مرکزي دفتر مسٶول عبدالصمد صافي په مالي لګښت تيره اوونۍ د چهارباغ په مفتي قلعه کې د شپاړلس کرکټ لوبډلو تر منځ په لاره اچول شوى ٶ چې پرون مازيګر په پاى لوبه کې شيرتابات لوبډلې د برادران لوبډلې ته ماتې ورکړه په لوبه کې ټاس د برادران لوبډلې لوبډلمشر وګټه او د لومړي توپ وهني پريكړه يې وکړه د شپږ لوبغاړو په زيان يې مقابلې لوبډلې ته 97 منډې هدف په مخ کې کيښود،
په دوېم اننګز کې شيرتابات لوبډلې ټاکل شوى هدف د لوبې په اتم اور کې د پنځه لوبغاړو په زيان تر لاسه کړ او په شپږو ويکټو يې برادران لوبډلې ته ماتې ورکړه.
له لوبې وروسته د الحاج جنرال عبدالمنير تره خېل په مشرۍ په لغمان کې د دولت جوړونکي ټيم د مرکزي دفتر رئيس عبدالصمد صافي لوبغاړو ته د کپونو، مېډالونو، بالونو، او د کرکټ د بيټونو تر څنګ نغدي جايزي هم ورکړې او ځوانان يې يوالې او اتفاق ته را ووبلل او زياته يې کړه چې په را روانو ولسمشريزو ټاکنو کې بغير له کوم ډار او ويرې د رايو مرکزونو ته ورشي او دولت جوړونکي ټيم ته رايه ورکړي.