د اشرف غني بابا تر نامه لاندې د کرکټ لوبلړ پرانېستل شو

لعل آغا ابراهیمي

ياد د ټينس بال کريکټ تورنمينټ په پارلمان کې د لغمان د خلکو د استازي الحاج جنرال عبدالمنير تره خېل په مشرۍ او په لغمان کې د دولت جوړونکي ټيم د مرکزي دفتر رئيس عبدالصمد صافي په مالې لګښت او دخان محمد هوتک په همکارۍ پرون/چهار شنبه د ۱۳۹۸هجري لمريز کال د وږي يا سنبلې د مياشتې په ديارلسمه نيټه د چهارباغ په مفتي کله کې د پټۍ په پرېکولو سره پيل شوې.

ياد ټورنمېنټ به يوه اوونۍ دوام وکړي چې پکې به شپاړلس محلي لوبډلې ولوبيږي.
په دې لوبه کې عبيد سادات لوبډلې د همايون لوبډلې ته په ديارلس منډو په توپير ماتې ورکړه.
له لوبې وروسته د الحاج جنرال عبدالمنير تره خېل په مشرۍ په لغمان کې د دولت جوړونکي ټيم د مرکزي دفتر مسول عبدالصمد صافي ځوانانو ته د هر اړخيزي همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې په را روانو ټاکنو کې پرته له ډار او ويرې د رايو مرکزونو ته ورشي او هلته خپلې رايې وکاروي.