د فوټبال لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

ولورهمپټون د دې فصل له پاره خپل درېیم لباس معرفي کړی.

د اروپا د 5 معتبره لیګونو په دې فصل کي یوازي دریو کلبونو 100 فیصده بریاوې ترلاسه کړي دي.

لاپورټي په بارسلونا ښار کې خپل د زنګون جراحي عملیات وکړل او څو میاشتې به له لوبو څخه لیرې وي.

د اخېر ځل  لپاره میسي 59 ورځې مخکې لوبیدلی و. ( چیلي پر وړاندې) ممکن راتلونکو 20 ورځو کې لوبو ته اماده شي.

رسمي: چیلسي د 2019/20 فصل لپاره خپل درېیم لباس معرفي کړی.
په داسې حال کې چې دې کلب ویلي، دا لباس د 1990م کال د لباس څخه په الهام اخیستنې ډیزاین شوی، خو د هغه سره هیڅ سر نه خوري.

رسمي: فیفا د 2022 کال فوټبال نړۍ وال جام لوګو معرفي کړه. دا جام 1174 ورځې وروسته پیلیږي.

رسمي: د میلان ښار ډاربۍ د اث میلان او اینټر میلان ترمنځ د سیر اې په څلورمه اوونۍ کې د سپټمبر پر 21مه د شپې پر 11:15 بجې کېږي.

زخميان بیا شروع شول، ایډین هازارډ او ټورګان هازارډ د بیلیجم راتلونکو دوو لوبو کې د زخمي کېدو په خاطر نه شي لوبیدلی.

لورنزو اینسینیی او بریان کریسټانټي د ایټالیا راتلونکو دوو لوبو کې د زخمي کېدو په خاطر نه شي لوبیدلی. پر ځای یي سانډرو ټونالي د برشا او وینچنزو ګریفو د نورنبرګ څخه واخیستل سول.

ارون ون بیساکا د انګلستان راتلونکو لوبو کې د زخمي کېدو په خاطر نه شي لوبیدای.