د فوټبال ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

د ټرانسفر مارکیټ د نړۍ د اوسنیو قیمتي کلبونو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې بارسلونا یوه درجه شاتګ کړی او بایرن میونیک د کوټینیو په رانیولو سره درې درجې مخته شو.

رسمي: فډریکو فازیو د روما سره خپل قرارداد تر 2021م کال پورې وغځاوه.

د نایک کمپنۍ د انګلستان د غوره لیګ سره خپل د همکارۍ د 20 کلنۍ په خاطر یو ځانګړی توپ ډیزاین کړی دی. دغه توپ د Geo Merlin څخه ډیزاین شوی دی. دا په غوره لیګ کي د نایک کمپنۍ لومړی توپ دی.

رسمي: د کونامي کمپنۍ اعلان کړه، چې د یوفا سره یي د همکارۍ یو قرارداد امضاء کړی دی او د یورو د 2020م کال لوبې یې د PES 2020 لپاره لایسنس کړي دي.

رسمي: افغان فوټبال ملي لوبډلې د قطر د 2022 نړۍ وال جام او د اسیا د ملتونو د 2023 جام د غوراوي پړاو لپاره 23 کسیزه لوبډله اعلان کړه. دغه لوبډله به د قطر او بنګله دېش پر وړاندې په سپټمبر میاشت کې ولوبیږي.

ګول ساتوونکي: اویس عزیزی، فیصل حمیدی، حلال حسینی
لوبغاړي: میلاد انتظار، حسن امین، ذوالفقار نظری، هارون امیری، فرزاد عطایی، هوشنگ نورعلی ،شریف محمد، نجیم حیدری، فرشاد نور(کاپیتان)، عمران حیدری، نورالله امیری، آدم نجم، یارمحمد ذکرخیل، امید پوپلزی، عباسین علی خیل، نعیم رحیمی، فیصل شایسته، نور حسین، جبار شرزه، زبیر امیری.

دغه لوبغاړي د زخمي کېدو او د کلبونو د نه لرلو په خاطر د ملي لوبډلې د روزونکي انوش دستګیر له خوا نه دي دعوت شوي: داوید نجم | زخمي، فقط د قطر او بنګله دېش سره لوبو کي نسته. مازیار کوهیار | زخمي، اوږد مهال له پاره زخمي دی. فرید سادات | کلب نه لري