د ننګرهار په ښیوې کې اختریز جام کرکټ لوبلړ پایلوبه بډیالۍ لوبډلې وګټله

محراب ګل مخلص

 د ټینس بال لس اوریزه سیالۍ چې د لوی اختر په دوهمه ورځ د ۶۴ لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، نن سه شنبه د اسد په ۲۹ مه نیټه یې پای لوبه تر سره شوه.
د یادو سیالیو پای لوبې ته د ښیوې مرکزي او د بډیالۍ لوبډلو لار مونډلې وه، چې نن غرمه ۳ بجې دواړه لوبډلې میدان ته د وروستۍ یا پای لوبې د ترسره کولو په موخه ښکته شول.

په لومړیو کې د دواړو کپتانو تر منځ ټاس واچول شو، چې د بډیالۍ لوبډلې لوبډلمشر محمد اسلام د لوبې پچه یا ټاس د ګټلو وروسته د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکل شویو لس اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۸ منډې جوړې او د ښیوې مرکزي لوبډلې پروړاندې یې د ۱۱۹ منډو هدف کیښود، چې په توپ وهنه کې تر ټولو زیاتې منډې برسات ۳۶ او نجیب الله ۳۲ منډې جوړې کړې.
بل لورته د ښیوې مرکزي لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې اسماعیل او ننګیال دوه دوه او شوکت یو لوبغاړی وسځوو.

په دوهمه پاڼۍ کې د برسات پنځه ویکټو د ښیوې مرګزي لوبډلې د بریا خوبونه په خیال بدل کړل، او په خپل جادوګر بالینګ یې د ټاکل شوي هدف څخه دفاع وکړه، او د ښیوې مرکزي لوبډله یې پرینښوده چې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي.
د ښیوې مرکزي ټوله لوبډله د اخري اور په دریم توپ ۱۰۳ منډو په جوړولو سره وسوځیده، چې د ښیوې مرکزي لوبډلې لوري فهیم ۱۹، الهام ځلاند، ۱۶ او ننګیال ۱۰ منډې جوړې کړې .
هیره دې نه وي، چې د یادې پای لوبې نندارې ته د ملکي او نظامي منصوبینو سربیره په لویه پیمانه مشرانو او ځوانانو اشتراک کړی ؤ.