د ګرېډ ون سیالېو په لړ کې ننګرهار لوبډلې اتلولي په خپل نوم کړه

خان وزیر عابد
د ګرېډ ون سیالۍ چې د اتو ولایتونو ترمنځ د جولای پر ۳۱ مه نېټه په خوست او ننګرهار کرکټ لوبغالو کې پیل شوې وې نن یې اتلولي د ننګرهار لوبډلې په خپل نوم کړه.

یاده پایلوبه په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې د ننګرهار او کابل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په کې ننګرهار لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر سره کابل لوبډلې ته ماته ورکړه او د ګرېډ ون سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.

په پایلوبه کې پچه ننګرهار لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، کابل لوبډلې هم په لومړۍ توپ وهنه کې ټاکل شوي پنځوس اورونه ولوبول او ننګرهار لوبډلې ته یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۷۴ منډو هدف وټاکه.

د کابل لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې عمران جنت ۳۴، ضیاءالحق تر ټولو ډیرې ۸۴ منډې وکړې، دغه راز امان الله رفیقي ۵۲ او وسیم ځاځي هم ۳۴ منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د ننګرهار لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې زبېد اکبري درې مهم لوبغاړي وسوځول، ورسره فرهاد مومند او ولي اغا دوه- دوه او لوبډلمشر نجيب تره کي یو لوبغاړی وسوځوه.

ننګرهار لوبډلې ټاکل شوی د ۲۷۴ منډو هدف ډیر په اسانۍ سره د نجیب الله ترکي د سلیزې پر مټ په ۴۸ م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د یاد ټورنمنټ اتلولي په خپل نوم کړه.

د ننګرهار لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر نجیب الله ترکي ۱۲۱ منډې په ۹۰ توپونو باندې جوړې کړې ترکي په توپ وهنه کې نهه شپږیزې او نهه څلوریزې هم وهلې وې، دغه راز ورسره شوکت زمان ۸۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کابل لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې محمد اقبال او نوید احمد دوه- دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل، خو په پایلوبه کې یې ماتې وخوړه.

په دې سره د ۲۰۱۹ کال ګرېډ ون سیالیو اتلولي د ننګرهار لوبډلې په شپږو ویکټو سره وګټله.

د دې لوبې غوره لوبغاړی نجیب الله ترکی اعلان شو هغه نن ۱۲۱ منډې د سترو شپږیزو پر مټ جوړې کړې.

د معلوماتو له مخې دا د ګرېډ ون (لېست اې) سيالۍ د چېلنج کپ يو ورځنيو ولايتي سياليو وروستی پړاو وو چې نن په کې ننګر هار اتلولي خپله کړه.

دا سیالي د اتو لوبډلو ترمنځ د جولای پر ۳۱ مه نېټه په خوست او غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې چې نن یې پایلوبه په کابل لوبغالي کې وشوه.

دا اته ولایتي لوبډلې په دوو ګروپونو باندې ویشل شوې وې چې په ( الف) ګروپ کې: د کندهار، بلخ، خوست او پکتيا لوبډلې شاملې وې چې په دې کې یوازې کندهار او خوست لوبډلې په نیمه پایلوبو کې بهر شوې.

دغه راز په دوهم ( ب ) ګروپ کې: هرات، ننګرهار، لوګر او کابل لوبډلې شاملې وې چې له ډلې کابل او ننګرهار پایلوبې ته ووتلې او پایلوبه ننګرهار وګټله.