دیفینډر لوبډله د میلیون کپ سیالیو اتلولي وګټله

د میلیون جام پایلوبه د المصافي پامير او د تيرا دیفنډر لوبډلو ترمنځ د کابل په الکوزي کرکټ لوبغالې کې وشوه. پچه تیرا ډیفنډر لوبډلې وګټله او خپله یې توپ وهنه غوره کړه.

ډیفنډر لوبډلې په شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په تاوان ۱۳۶ منډی جوړی کړی.

په ځوابي توپ وهنه کې المصافي لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نکړای شو او خپل ټول لوبغاړي يې په ۱۸ اور کې له لاسه ورکړل. د دوی لوبغاړي په داسي حال کې وسوځېدل چې۱۰۶ منډې یې جوړې کړې وې.

تیرا ډیفنډر لوبډلې پایلوبه په ۳۰ منډو پخپل نوم کړه.

د سپيډ ماسټر په نوم میلیون لیګ لوبو کې د لیګ غوره توپ اچونکی شرف الدين اشرف، غوره بټسمين فضل ځاځی او د ډیرو شپږیزو وهونکی بیټسمېن بیا نجيب ترکی ونومول شو.

څلورم  پړاوو مېلیون لیګ لوبو کې پنځه لوبډلو برخه لرله چې پایلوبه د ټيرا ډیفنډر په بریا پای ته ورسېده، په دې لیګ کې الف ،۱۹ کلنو او د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو هم د مختلفو لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړي.وکړې.

فضل رحیم رحیمی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *