شهزاد د نورو معایناتو لپاره اماراتو ته تللی

خبریال: فضل رحیم رحیمي – ویل کیږي چې د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا له لنډ مهالي بندیز سره سره افغان اوپنر او وېکټ کیپر شهزاد محمدي، د وینې د نورو معایناتو لپاره اماراتو ته سفر کړی دی.

د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول عزیز غروال وایی، ویکټ کیپر شهزاد محمدي په لومړۍ قضیه کې منلې چې د وزن کمولو په خاطر یې درمل کارولي دي.

غروال زیاته کړه، کرکټ بورد د شهزاد لپاره یو وکیل هم ګومارلی څو د بنديز وخت کم کړي.

بریدګر توپ وهونکي محمدي هغه درمل کارولي چې د ای سي سي په قانون کې منع دي.

نوموړی ته د کرکټ نړیوالې شورا له خوا وخت هم ورکړ شوی و څو خپل سپیناوی وکړي خو شهزاد په دې موده کې هیڅ هم ونه کړای شول.

کرکټ نړیواله شورا وایي، په نژدې راتلونکي کې به د شهزاد د بندېز موده هم معلومه شي.

د یادونې ده چې له شهزاد څخه مخکې ویسټ انډیزي اندري رسل هم غیرقانوني درمل کارولي و چې له کبله یې نوموړی له یوکال بندېز سره مخ شو.

رسل په داسي حال کې درمل کارولي و چې نوموړی په پاکستان سوپر لیګ کې د اسلام اباد یوناټیټد لوبډلې له لوري غوره شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *