د شهزاد محمدي د بندیز د پای ته رسېدو لپاره کمپاین

تاند- د افغانستان د کرکټ په تېره بیا د شهزاد محمدي مینه والو په ټولنیزو رسنیو کې د دغه تکړه افغان لوبغاړي خلاف د کرکټ د نړیوالې شورا د بندیز د پای ته رسېدو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

ویکټ کیپر او تکړه بټسمن شهزاد محمدي وروسته له دې تر نامعلومې مودې پورې په مسابقو کې له ګډونه منع شو چې د وینې په معاینه کې یې څرګنده شوه چې ده د سږ کال په جنورۍ میاشت کې کوم ډول درمل استعمال کړي دي.

تراوسه پورې نه شهزاد محمدي او نه هم د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې دغه تکړه لوبغاړي څه ډول درمل کارولي دي.

په کرکټ کې د نورو لوبو په شان ډوپینګ منع دی.

۲۹ کلن محمدي د افغانستان لپاره په ۵۸ یو ورځینیو مسابقو کې ګډون کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *