د نيپال په کورني لیګ کې شهزاد محمدي د لوبېدو چانس لري

ولید خپلواک

 د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بریدګر او پيلیز توپ وهونکی ( شهزاد محمدي) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې څخه د یوکال لپاره لرې، خو لاهم چانس لري چې بیرته ملي لوبډلې ته راستون شي،  اوس د نيپال په (اې پي ایل) کې د چتوان ټایګرز لوبډلې د ځان لپاره خپل کړ.

 شهزاد محمدي چې په نړیوال شل اوریزه کرکټ کې ځانکړی نوم لري. د نيپال په ایوریسټ پریمیر لیګ کې واخیستل شو.

 اې پي ایل د نيپال کورنی تجارتي لیګ دی چې د نړۍ مشهوره لوبغاړي پکي لوبیږي، دا د څو مشخصو خصوصي ډلو لخوا چې عامر اختر او سوروج نومیږي دغه لیګ مخ ته وړي.

 د شهزاد تر څنګ به نور بهرني لوبغاړي چې په لوبلړ کې برخه اخلي، د ډویین سمیټ، د بهیراوا ګلیډیټرز لپاره ، کیون اوبرائن، د کتمانډو کینګز الیون لپاره ، سریلنکایي اپل تارنګا ،د للت پور پیټریټس لپاره، او سویلي افریقایي هاشم آملا د پوخارا رینوس په ګټه لوبیږي.

 دغه سیالۍ به په ژوندۍ بڼه د (ډي سپورټ) تلویزون څخه ولیدل شي، ټاکل شوی وه چې دغه لیګ په ۲۰۱۹ م کال کې د ډیسمبر په میاشت کې ترسره شي.

 خو اوس یې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۰ م کال ته لاړه، دغه لیګ به په همدې کال کې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه پیل او د مارچ میاشتي پر ۱۴ نېټه به پای ته ورسیږي.

 دا د ایوریسټ لیګ څلورم فصل دی چې افغان لوبغاړی شهزاد محمدي پکې هم د چتوان ټایګرز په ګټه لوبیږي.