په خپل سر په یوه پاکستانۍ لوبډله کې د محمدي پر لوبېدو نیوکې

تاند- وروسته له دې چې یو شمېر افغانانو د پاکستان په یوه سیمه ییزه لوبډله کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پرانیستګر لوبغاړي شهزاد محمدي پر لوبېدو انتقادونه وکړل، کرکټ بورډ د محمدي اقدام د اصولو خلاف وباله.

یو شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې شهزاد محمدي له زیمبابوې څخه تر راستنېدو وروسته په خپل سر پاکستان ته تللی او د دغه هیواد د سیمه ییزو ټیمونو په سیالیو کې یې برخه اخیستې ده.

شهزاد محمدي تراوسه پورې د دغو انتقادونو په اړه څه نه دي ویلي.

محمدي د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري شاوخوا یو کال په سیالیو کې ګډونه منع شوی و خو د جنورۍ په اوولسمه پرې بندیز پای ته ورسېد او د ۲۰۱۹ د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې د افغانستان د لوبډلې لپاره ښه لوبه وکړه.