شهزاد محمدي: که کرکټ بورډ ما نه غواړي، زه به له کرکټه لاس واخلم

ــ تاند

د افغانستان د کرکټ لوبډلې وتلي غړي، شهزاد محمدي ګواښ کړی چې له کرکټه به لاس واخلي. افغان کرکټر او ویکټ ساتونکي شهزاد محمدي دا خبرداری ځکه ورکړی چې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې هغه د کرکټ د نړیوال جام لپاره په پاتې سیالیو کې د برخې اخېستلو وړ نه دی. شهزاد څو ورځې دمخه له انګلنډه کابل ته راستون شو، او له راستنېدو سره سم یې طلوع نیوز ته له ډېرو ناویلو پرده پورته کړه.

شهزاد د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ښه بېټسمن او ويکېټ کیپر دی، هغه زیات وخت د پېل لوبغاړي په حېث په ملي لوبډله فشار لمنځه وړی او تل یې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده.

هغه د نړیوال جام لپاره د افغانستان په دوو سیالیو کې ګډون وکړ. افغانستان دواړه سیالۍ سریلانکا او اسټرالیا ته ور وبایللې، خو د کرکټ بورډ چارواکو د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې د شهزاد زنګون زخمی دی او له دې امله په نورو سیالیو کې د ګډون وړ نه‌ دی.

رويټرز خبري اژانس نن د جون په ۱۱مه، لیکلي چې شهزاد کابل ته تر ستنېدو وروسته خبریالانو ته وویل، که هغوی ما نه غواړي، زه به له کرکټه لاس واخلم. شهزاد په ملي لوبډله کې یو له هغه لوبغاړو څخه دی چې تل یې لوبغاړي هڅولي او دلوبغاړو ټول فکر یې ښو لوبو ته راګرځولی دی.

شهزاد اوسمهال ۳۲ کلن دی. هغه ویلي چې ډاکترانو ورته ویلي چې په څو ورځو کې به یې زنګون ښه شي. نوموړي د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ډېرې لاسته راوړنې لرلي او تل یې ملي لوبډله سختو حالاتو ژغورلې ده.