افغان کرکټ بورډ نن یو هیله بښونکی خبر خپور کړ

د نن ورځې ښه خبر د افغانستان له شمال ولایت څخه دی، چیرته چې کرکټ ته ډېره پاملرنه نه ده شوې، اوس تازه کرکټ بورډ یاد ولایت کې د یو لوبغالي د جوړېدو هوکړه لیک لاسلیک شوی دی. د افغانستان کرکټ بورډ نن اعلا وکړ چې  د فوشنج ودانیز شرکت له مرستيال یورش سلیمي سره د بلخ کرکټ لوبغالي د ودانیزو چارو د پيلولو هوکړه لیک، لاسلیک کړ او له هغوی يې غوښتنه وکړه چې د دغه لوبغالي چارې په خپل وخت په معیاري توګه ترسره کړي.

ښاغلي فضلي په دغه خبري ناسته کې وویل: ((د بلخ کرکټ لوبغالی په شمال کې يوه ستره پروژه ده چې د دوست هندوستان هېواد په مالي ملاتړ جوړېږي او په بلخ او شا وخوا ولایتونو کې به ورسره کرکټ ډېر پرمختګ وکړي او ډېر استعدادونه به وروزل شي.))

هغه همدا راز زياته کړه چې له یاد ودانیز شرکت څخه مو هيله ده چې د یادې پروژې ټول کارونه په معیاري او ښه توګه ترسره کړي، څو په راروان فصل کې په دغه لوبغالي کې د کورني کرکټ سيالۍ ترسره شي. د نوموړي په وینا، چې د کرکټ بورډ هڅه دا ده چې په هر ولایت کې د لوبغاړو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او د هغوی استعدادونه وروزي.

نوموړي همدا راز یادونه وکړه چې د میدان وردګ، لوګر او پکتيکا ولایتونو د لوبغالو د رغنیزو چارو قراردادونه به هم ژر د ښار جوړونې وزارت د تدارکاتو ریاست له لوري له شرکتونو سره لاسلیک شي او اوسمهال د یادو پروژو د تدارکاتو لړۍ ۹۰ سلنه بشپړه شوې ده.

همدارنګه د فوشنج ودانیز شرکت مرستيال ښاغلي سليمي وويل: ((کرکټ د افغانستان لپاره يوه وياړلې لوبه ده او ملي لوبغاړو هېواد ته سترې خوشحالۍ راوړې دي. زموږ لپاره دا پروژه يوه وياړمنه پروژه ده او موږ به خپله ټوله هڅه وکړو چې په وخت او معياري ډول دغه پروژه بشپړه کړو.))

د يادونې وړ ده چې د بلخ کرکټ لوبغالي پروژه د اقتصاد وزارت د تدارکاتي پروسې له لارې د افغانستان کرکټ بورډ په مستقيمه همکارۍ د ازاد رقابت له لارې د فوشنج ساختماني شرکت سره د (اويا ميليونه اووه لکه او پنځه زره نهه پنځوس) افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده چې مالي ملاتړ يې د هندوستان هېواد کړی دی.

په دغه پروژه کې دوه منزله اساسي او معياري تعمير يا پويلين، د ۴۰۰۰ نندارچیانو د ناستې ځای، د استوګنې لپاره اساسي خونې، د تمريناتو لپاره اکاډمي، د لوبغالي چمن، د اوبو رسونې سيسټم، احاطوي دېوال او نور ساختماني کارونه شامل دي، چې د يو نيم کال په موده کې به بشپړه شي.