د امیول په نوم یو هندي شرکت د افغان کرکټ ملي لوبډلې مالي ملاتړی شو

جعفر هاند

د افغانستان کرکټ بورډ ومنله چې د امیول (Amul) په نوم د هند یو تجارتي شرکت د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مالي ملاتړ (سپانسر)شو.

ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ (مۍ۷) د افغانستان د کرکټ بورډ او دغه هندي شرکت ترمنځ تړون لاسلیک شي. د کرکټ بورډ یو چارواکي د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې دا د ۱۵۰زره امریکايي ډالرو تړون دی چې یوازې د نړیوال کپ په سیالیو پورې محدود دی.

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وايي “دوی په دوو دلیلونو له بهرني شرکت سره دا تړون کوي. لومړی دا چې داخلي شرکتونو، د هر دلیل له مخې چې وو، له بورډ سره په دغه برخه کې تړون ونکړ او دویم دا چې د افغانستان بورډ غواړي چې د هند تجارتي مارکیټ ته ځان رسوي.”

د امیول شرکت تر ډېره لبنیات تولیدوي چې په افغانستان کې هم مارکیټ لري. دی وايي چې افغانستان په هند کې خپل د کرکټ میدان لري او نړیوالې لوبې او سیالۍ پکې کوي، نو په خبره یې ضروري ده چې د هند تجارتي مارکیټ ته ځان ورسوي.

تر دې مخکې یو افغان تجارتي شرکت د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې مالي ملاتړی و. د افغانستان د کرکټ بورډ د نړیوال کپ په سیالیو کې شاوخوا نهه لوبې کوي. دا سیالي د همدغې میاشتې په پای کې پیلیږي چې په انګلنډ او ویلز کې به ترسره شي.