شاهد افریدي د پاکستان کرکټ بورډ د تېرو څو کلونو ډېر نا ویلي حقایق خپاره کړل

مختار خليل

د پاکستان د کرکټ پخواني نامتو لوبغاړي شاهد افریدي د کرکټ په لوبډله کې د تېر کړي خپل وخت او ورسره د نور ملګرو لوبغاړو د سلوک په هکله د “گېم چېنجر” په نوم یو کتاب کې لیکلي:  د پاکستان د کرکټ انتظامیه یوه بیوسه اداره ده، او وايي هم دې بیوسۍ د میچ فکسرانو یا د کرکټ د جوارگرو د پاکستان ټیم ته ورننوتل ډیر اسان کړي دي.

د دې کتاب په راښکاره کیدلو د پاکستان د کرکټ د پخوانو نامتو لوبغاړو په حواله ډیرې متنازغه خبرې پېل شوي دي. د پاکستان د انگریزۍ ژبې مشهور اخبار ډان د شاهد افریدي د کتاب او په دې کې په نورو لوبغاړو په ځانگړې توگه په جاوید میانداد د لګول شوو تورونو او د جاوید میانداد لخوا د دې تورونو د رد کولو په هکله یوه اداریه لیکلې ده.

د اداریې سرخط دې ” د اپریدي ګوذار”

ډان لیکي: د افریدي کتاب په داسې وخت کې راښکاره شوی دی، هرکله چې د انگلنډ خلاف کرکټ سیریز پېل کیدو واله دی او ورپسې هم دغلته د ورلډ کپ مقابلې هم دي. همدا عل ورلډ کپ ته د تلو وړاندې د شاهد افریدي په کتاب کې د لگولې شوې تورونو په رڼا کې د پخوانېو واقعاتو او په دې کې د لړلې شوې کسان پوره جاج اخیستل پکار دي.

“گېم چېنجر” کې د کرکټ د ځینو ځلانده واقعاتو او ورځو ذکر هم شوی دی او د کراچۍ کرکټ کلب ته یې د عقیدت پیرزونې وړاندې کړي دي، خو د کرکټ د کورونېو جگړو او اختلافاتو ذکر یې هم کړی دی د کومو دلاسه چې د کرکټ قامي لوبې زنگ وهلې شوېده.

شاهد افریدي لیکي: له ټولو نه مهمه او زړه پورې خبره دا ده، چې د اختلافاتو او سازشونو باوجود د پاکستان کرکټ ټیم د نړۍ د سترو لوبډلو څنگ په څنگ ولاړ دی.

د شاهد افریدي گېم چېنجر کتاب افریدي او وجاحت سعید خان په شریکه لیکلی دی چې پکې د ځینو زړه واقعاتو تصدیق شوی دی او د کرکټ په موضوع پکې نوي معلومات شریک کړی شوي دي.

په دې کې له ټولو مهمه واقعه دې دواړه لیکوالانو، په کال دوه زره لسم کې د مظهر مجید د بدنامې معاملې په تفصیل سره ذکر کړې ده.

د دې ناخوښه او بدرنگه واقعاتو بیانولو په وخت الراونډر افریدي د پاکستان د کرکټ انتظامیه یوه بیوسه اداره بللې ده او هم دې بیوسۍ د میچ فکسرانو یا د کرکټ د جوارگرو د پاکستان ټیم ته ورننوتل ډیر اسان کړي دي.

ډان په خپله اداریه کې لیکلي چې شاهد افریدي په خپل کتاب کې د خپلو دوستانو او د هاغه کسانو چې د ده نه دي خوښ ښه ډاډه او په صفا ټکو کې ذکر کړی دی.

شاهد اپریدي په دې لړ کې په وسیم اکرم، وقار یونس او جاوید میانداد باندې ټکونه هم کړې ده.

ډان لیکي چې جاوید میانداد د شاهد اپریدي الزامونه رد کړي دي او د شاهد افریدي او خپل منځ کې فېصله یې روز محشر ته په پریښود ځان خلاص کړی دی.

د وقار یونس په هکله افریدي لیکلی دي چې وقار یونس ټول وخت وسیم اکرم سره د لوبډلمشرۍ په سر کینه کې تیر کړی دی.

د کال ٢٠١٠ د سپاټ فکسنگ د بدنامې واقعې د ذکر کولو په موقع افریدې وايي، چې دې د دې ټولې قیصه نه د وړاندې څخه خبر و.

په دغه بدنامه واقعه کې کپتان سلمان بټ، محمد اصف او محمد عامر ککړ وو. شاهد افریدي په خپل کتاب کې د دې واقعې تفصیل څه داسې بیان کړی دی چې مظهر مجید خپل ټیليفون د مرمت لپاره ده له ورکړې و اتفاق سره د مرمت دکاندار د ده یعنې د افریدي دوست وختو، او هغه ورته د پاکستان د لوبغاړه په هکله د مظهر مجید ټول میسجونه ښکاره کړل. افریدی وايي چې دا د ټول میسجونه د ثبوت په توگه د وقار یونس په شمول د پاکستان د کرکټ انتظامې ته وړاندې کړل خو هغوي پې ځان ناغرضه کړو.

یاور سعید هم د دغه میسجونو په معامیله کې خپله بیوسي ښکاره کړې وه.