ویسټ انډیز نړیوال کرکټ ته د پاچاهۍ چېلنج کېښود

جعفر هاند

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د پېل دوه توپوهونکي چې اوپنران بلل کیږي، د ایرلنډ خلاف په یوې سیالۍ کې تر ټولو اوږده ملګرتیا وکړه، دې دوه لوبغاړو په خپل اوږد فارټنرشیف سره ثابته کړه چې نړیوال ریکارډ یې په یو ورځنېو سیالېو کې په ګډه د زیاتو منډو جوړولو سره کېښود.

جان کمپل او شان هوپ په ګډه تر ۳۶۵ منډې وکړې. دا په د کرکټ په یوې ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې دي چې په یوې لوبې کې یې د سر دوه لوبغاړي په ګډه کوي.

جان کمپل په ۴۸م اور کې په ۱۷۹ منډو وسوځېده خو له شان هوپ سره یې د ګډو منډو دا ملګرتیا او نړیوال ریکارډ به یې تر ډېره یاد ساتل کیږي.

تر دې مخکې په دا ډول لوبو کې د پاکستان فخر الزمان او امام الحق په ګډه ۳۰۴ او د سرېلانکا جاواردين او دلشن په ګډه ۲۸۶ منډې کړې وې چې نړیوال ریکارډونه بلل کېدل.

د ویسټ انډیز او ایرلنډ لوبه د برتانیا په دبلین کې د یکشنبې په ورځ (مۍ۵) وه. ایرلنډ، انګلنډ او ویسټ انډیز په خپلو کې سره ګډې لوبې لري چې د نړیوال کپ سیالیو ته ځانونه چمتو کړي.