د کرکټ تائسیسوونکي لوبډلې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

نصرت الله عمرزی

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلند خلاف یو ورځنۍ سیاله وکړه او په دې یوازینۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې یې ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې ایرلنډ لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۹۹ منډو هدف ورکړ.

انګلنډۍ لوبډله د پورته هدف د ترلاسه کولو په موخه میدان ته ښکته شوه او له پېله برلاسې ښکارېده. دې لوبډلې یاد هدف د ۶ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د ایرلنډ په کوربتوب همدا یوه لوبه پلان شوې وه.

انګلستان او ایرلینډ له ۲۰۰۶ کال څخه تر دې دمه ټولې ۱۰ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې له ډلې یې اته لوبې انګلستان په خپل نوم کړي دي، یوه سیالي بیا ایرلنډ ګټلې او یوه لوبه یې بې پایلې پای ته رسېدلې ده، چې له دې شمېرنې انګلنډۍ لوبډله په سکاټلند برلاسې ښکاري.

یاده دې وي چې انګلنډ او سکاټلنډ د کرکټ له پیاوړو لوبډلو شمېرل کیږي.