افغان لوبډلې ایرلنډ ته په ماتې ورکولو لوبلړ مساوي کړ

جعفر هاند

د سه شنبې ورځ چې د (مۍ له ۲۱) مې سره سمون خوري، په لوبه کې افغانستان ایرلنډ ته په ۵۰ اورونو کې د ۳۰۶ منډو هدف وټاکه. دا د ایرلنډ د بلفاسټ په دغه میدان کې تر ټولو لوړ هدف و چې افغانستان وټاکه، خو ایرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې وکړې.

محمد نبي عیسی خیل په ملا کې د درد له کبله په لوبه کې نه و او نجیب یې پر ځای راوستل شوی و.  د حضرت الله ځاځي پر ځای بیا په ننۍ لوبه کې نور علي ځدران ولوبېده چې یوازې پنځه منډې یې وکړې او وسوځېده، خو د محمد شهزاد ۱۰۱ او د رحمت شاه ۶۲ منډو ایرلنډ ته د لوړ هدف په ټاکلو کې مهم رول ولوبولو. د دوی دواړو ترمنځ په سیالۍ کې د څه باندې ۱۰۰ منډو ملګرتیا هم وشوه.

په وروستیو اورونو کې نجیب ځدراڼ ۶۰ چټکې منډې وکړې او  د لوبې بڼه یې بدله کړه. حشمت شهید ۴۷، اصغر افغان ۱۵ او ګلبدین نایب درې منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې ګلبدین نائب ګلبدین نایب شپږ ویکټې واخیستې. دا یې اول ځل و چې په یوې لوبې کې شپږ ویکټې اخلي. افتاب علم، رحمت شاه او دولت ځدران یو- یو توپوهونکی وسوځاوه.

د افغانستان په دغه بري سره د ایرلنډ او افغانستان ترمنځ د دوو لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي شوه. افغانستان لومړنۍ لوبه د یکشنبې په ورځ وبایلله. افغانستان تر نړیوال جام مخکې د جمعې په ورځ (مۍ ۲۴) له پاکستان او د دوشنبې په ورځ (مۍ۲۷ له انګلنډ سره تمرینې لوبې لري.