افغان او ایرلنډ لوبډلې به نن د لوبلړۍ په پېلولو د ترسره کړو لوبو مساوات مات کړي

سمیع الله دراني

افغان لوبډله د ایرلنډ مېلمستون ته ورسېدلې او نن دوه نیمې بجې به په دوبلېن سیمه کې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه له کوربه ایرلنډ سره پیل کړي. افغان لوبډلې له دې وړاندې سکاټلنډ په دوه منډو مات کړ او لوبلړۍ یې ترې وګټله.

ایرلېنډ او افغانستان دوه یو ورځنۍ لوبې لري، چې لومړۍ نن ترسره کېږي او راتلونکې هغه یې د سه شنبې په ورځ چې د مۍ میاشتې له ۲۱ مې نېټې سره سمون خوري، ترسره کېږي.

دواړه لوبډلو تر اوسه پورې ۲۵ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۲ افغانستان او ۱۲ ایرلنډ ګټلي، یوه لوبه اورښت بې پایلې کړې او نن به د دواړو لوبډلو مساوات ماتېږي.

د افغانستان نوملړ

ګلبدین نایب، محمدشهزاد، نورعلي ځدران، حضرت الله ځاځي، رحمت شاه زرمتی، اصغرافغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدران، سمیع الله شینواري، محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، دولت ځدران، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدران له دې پنځلس لوبغاړو به د یکشنبې په ورځ له ایرلنډ سره ۱۱ کسیز سکواډ چمتو کېږي.

ګلبدین نایب لوبډلمشر او راشدخان ارمان مرستیال لوبډلمشر دی.

د ایرلېنډ نوملړ

لوبډلمشر ویلیم پورټرفیلډ، مارک ادېر، انډریو بلبېرني، جورج ډوکرل، ټایرون کېن، انډریو مک براین، بېري مک کرتي، جېمز مکالم، ټېم مورته، کیوین اوبراین، بوایډ رېنکېن، پال سټېرلېنګ، لورکن تکر او ګېري ویلسن.

یاده دې وي چې نن په یاد لوبغالي کې د اورښت اټکل هم شوی دی.