د فوټبال په راتلونکي نړیوال جام کې خبریالان ولې ګډون کوي؟

راپور :خان وزیر عابد

د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون عمومي رئیس سایر ځلاند د مۍ پر ۱۶ مه نېټه قطر هېواد ته په رسمي سفر تللی و، نوموړي هلته له قطري خبریالانو سره د فوټبال په راتلونکي نړیوال جام کې د افغان خبریالانو د ګډون پر موخه یو تړون لاسلیک کړی دی.

سایر ځلاند په قطر کې د ورزشي خبریالانو سره یو ګډ تفاهم لیک لاسلیک کړی دی. په دې لیک کې د دواړو لورو ترمنځ په دې پرېکړه شوې، چې په راتلونکي۲۰۲۲ میلادي کال فوټبال نړیوال جام کې به افغان خبریالان هم ګډون کوي.

د سایر ځلاند پر خبره د دې هوکړه لیک له مخې به په قطر کې د فوټبال راتلونکي نړیوال جام کې یو شمېر افغان خبریالانو ته د سیاليو له ډګره د راپور جوړولو زمینه هم برابره شي. د نوموړي پر وینا د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسيون او د قطر د ورزشي خبریالانو فدراسيون د ګډو همکاريو او افغان خبریالانو ظرفیت لوړولو په برخه کې دغه تړون لاسلیک شوی دی.

په قطر هېواد کې د( ۲۰۲۲ )کال فوټبال نړېوال جام لپاره جوړ شوی د ال واکرة لوبغالی د مۍ پر ۱۷ مه نېټه دیو لړ شانداره مراسمو سره پرانېستل شو، د همدغې مراسمو په ترڅ کې د افغان ورزشي خبریالانو فدراسیون دا تړون هم د افغان خبریالانو د ظرفیت لوړونې پر موخه لاسلیک کړی دی.

په افغانستان کې د ورزشي خبریالانو فدراسیون له کلونو راهیسي په رسمي ډول په فعالیت بوخت دی، د دې فدراسیون غړیتوب د ټول هېواد څخه په لسګونه او په سلګونه ورزشي خبریالان لري.

د ورزشي خبریالانو فدراسیون غړیتوب اکثره خبریالان فعاله دی. دوی په مختلفو سیمه ییزو، او نړیوالو چاپي، انلاین، تصویري او غږیزو رسنیو کې دندې ترسره کوي، چې د کار د اسانتیا او مختلفو هېوادونو ته ورته مهم سفرونه یاد فدراسیون برابروي.

د ورزشي خبریالانو فدراسیون هرکال د هېواد په کچه تر ټولو بهترین جشن او کانګرس هم ترسره کوي؛ دا ډله پر افغانستان کې ډېره فعاله بلل شوې ده، دوی د ټول هېواد څخه خبریالان راټول کړي او هر کال مختلفو مخکښو خبریالانو ته د تشویق پر موخه جایزې هم ویشي.