د پاکستان کرکټ بورډ نړیوال جام سیالېو ته درې نور لوبغاړي معرفي کړل

سراج ظهیر

پاکستان کرکټ بورد د نړیوال جام کرکټ سیالیو لپاره په پنځلس کسیزه لوبډله کې بدلون راوست او درې لوبغاړي يې پکې شامل کړل.

د پاکستان کرکټ بورډ د چیف سیلکټر یا مشر ټاکونکي انضمام الحق له قوله، چې دې لوبغاړو په برتانیا کې په شویو سیالېو کې ښه کارکردګي وښوده، نو ځکه يې په ډله کې ورسره اخیستي دي.

نن دوشنبه په لاهور کې خبري غونډې ته د پاکستان کرکټ بورډ چیف سلېکټر انضمام الحق وویل: د دوه ۲۰۱۹م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو لپاره يې په اعلان شوي لوبډله کې بدلون راوست، څو ملي لوبډله یې ښه کار ګرده ګي وکړي.

نوموړي د دې بدلون په اړه وویل: ”تر هر څه دا ښه و چې زموږ شاداب بیرته راغی، دوهم موږ عامر واپس راوستو او آصف علي ښه کارکردګي ښودلې؛ نو آصف علي مو شامل کړو، د عابد علي پر ځای، د جنېد پر ځای عامر او د فهیم اشرف پر ځای وهاب ریاض راغلی دی نو دا درې بدلونونه موږ کړي دي.”

د انضمام الحق په خبره په دې پنخلس کسیزه لوبډله کې د کپتان سرفرازاحمد ، امام الحق، فخرزمان، محمد حفیظ، شعیب ملک، بابراعظم، عماد وسیم، شاهین شاه اپرېدی، محمد عامر، وهاب ریاض، حسن علي، محمد حسنېن، اصف علي، حارث سهیل او شاداب خان شامل دي.

مشال راډیو سره خبرو کې په پېښور کې د لوبو تجزیه کار اعجاز احمد وویل پاکستان کرکت لوب ډله د توپ اچوونې اړخ کې کمزورې وه، نو ځکه پاکستان کرکټ بورډ دا بدلون وکړو چې ډېر ښه اثر به يې مخې ته راشي.

د نوموړي په خبره: ”د توپ اچوونې اړخ کې د پاکستان لخوا ډېره کمي محسوسېده، او د پاکستان توپوهونکو په هرې یو ورځنۍ لوبه کې له درې سوو زیاتې منډې جوړې کړي، خو مخالف چې کومه د انګلنډ لوبډله وه هغه ډېره ښه ډله ده او هغه ډله زموږ توپ اچوونکو نه شو سوځولی، هغوي لوبغاړي نه شو سوزولې او تاسو وګورئ په اتوو او شپږو لوبغادو به انګلنډ له موږ سیالۍ ګټلې؛ نو دا اوس چې د پاکستان په لوبډله کې کوم بدلون راغلی. وهاب ریاض يې پکې راوست، عامر يې پکې راوست؛ نو له دې سره به اثر پرېوځي ولې چې دواړه تجربه کار توپ اچوونکي دي او له دې سره به د پاکستان چې کومه کمي وه هغه به پوره شي.”

د کرکټ نړیوال جام لوبې به د مې له دېرشمې نېټې په انګلنډ کې پېل شي او پاکستان به خپله لومړۍ سیالي د مي په یودېرشمه له ويسټ انډیز سره کوي.