شاهد افریدی: یوه لور مې غواړي زده کړې وکړي او پوځ ته لاړه شي

لیکنه: بهار سمسور

وروسته تر هغې چې د افریدي خبرې، رسنیو په بېلابېلو شکلونو خپرې او تعبیر کړې؛ نو دغه پاکستاني آل رونډر او د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان یو ځل بیا د خپلو خبرو تکرار وکړ او یو ځل بیا یې د ځینو رسنیو خبرې ځواب کړې.

تر دې مخکې شاهد افریدي په ګېم چېنجر نومي کتاب کې د خپل تېر شخصي او کریکټي ژوند خوږې او ترخې قطار کړې وې، چې د خلکو، مینوالو او هم د لوبغاړو له لوري یې مثبت او منفي انعکاس بیاموند.

افري د هندي پخواني اوپنر ګوتم ګمبیر سره د خپلې عقدې او ستونزې د شتون بیا ځلي تکرار وکړ او په دې کتاب کې یې لیکلي دي (هغه یو بې اهمیته څوک دی؛ چې هیڅ نوم او مثبت اړخ نه لري)

د دې په ځواب کې ګمبیر پر خپل ټوېټر ولیکل: افریدي عصبي ناروغ دی او باید چې علاج وکړي. افریدي د خپل شخصي کورني ژوند په تړاو هم خبرې کړې وې او لیکلي یې دي: دا نه مني چې د شاهد افریدي لور دې له کور بهر ورزشي لوبې وکړي، ځکه د ده په قول دی پښتون دی او کلتوري مسایلو ته به پوره پاملرنه کوي، خو د افریدي د کتاب خبرې او هم له رسنیو سره په کړو مرکو کې پر ځینو الفاظو او خبرو د خلکو غبرګونونه هم راوپاریدل.

دې ته په کتو افریدي له (news channel) سره په وروستۍ مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان ښځینه کریکټ لوبډلې غړې سانا میر ته د ښې کارکردګۍ وروسته تاسو مبارکي ورکوئ او کومینټونه تبادله کوئ؛ که ستاسو لور وغواړي چې ورزشکاره شي ایا اجازت ورکوئ؟

افریدي ویلي د خپلې لور ژوند به پر نورو چارو جوړوي، زما لوڼه کریکټ کوي خو په کور دننه، هغوی نه غواړي چې بهر یې کریکټ لوبې ته خلک کیني.

د غبرګونونو او انتقادونو وروسته رسنۍ علت پوښتلی؟

افریدي وايي: ((مسلمان یم، پښتون یم او زما کورنۍ ځینې ارزښتونه لري چې دې ته موږ پابند یوو.))

نوموړی زیاتوي: «زه پوهېږم چې زما لورګانې څه غواړي، یوه لور مې غواړي زما له بنسټ سره منډې ترړې وکړي او خلکو ته مرستو په راټولولو کې همکاري وکړي. دوهمه لور مې غواړي ډیزاین او … زده کړي دریمه غواړي چې زده کړې وکړي، پوځ ته لاړه شي.»

هغه زیاتوي؛ دوی کریکټ کول خوښوي خو په کور د ننه، هغوی زموږ د کلتور پابند دي هغوی د پښتنو غوندې جامې اغوندي.

افریدي وړاندې وايي، زما فکر دا دی چې ماشومان باید په کور کې پاتې شي ځکه زما په فکر کور ښوونځی دی او مور پلار ښه ښوونکي دي.

هغوی د خپل ژوند جوړولو لپاره حق لري، مګر د یو پلار په توګه زه تر بل هر چا په دې ښه پوهېدای شم چې څنګه یې ژوند ور جوړ کړم.

پښتون شاهد افریدي چې کلونه، کلونه یې د پاکستان لپاره کریکټ کړی اوس له نړیوال کریکټ څخه تقاعد شوی؛ خو په نړیوالو تجارتي لیګونو کې لا هم پرې زیاتره لوبډلې تکیه کوي.

دی په کریکټ کې په بوم بوم افریدي شهرت لري، او د سترو شپږیزو وهلو وړتیا هم لري.

افریدي چې په اوسني وخت کې یې نړیوال کریکټ پریښی په دغه وجه له رسنیو سره هم ډېر غږیږي، خو زیاتره خبرې لکه دده د تېر وخت شپږیزې د ځینو په زړه خوږې لګیدلې، اما د ځینو هغو په زړه د چاړې ګزار حسابیږي، چې وروستیو ځینو خبرو یې مثبت او منفي غبرګونونه موندلي دي.

خو افریدی په دې تأکید کوي چې د یو پاکستاني پلار په صفت به د خپلو لورګانو په اړه تصمیم نیسي.