شاهد افریدی د کورنیو ستونزو له کبله په شپږیزه کې ګډون نه شي کولی

تاند- د کرکټ نامتو لوبغاړي شاهد افریدي د افغانستان په شپږیره شل اوره سیالۍ کې د کورنیو ستونزو له کبله ګډون نه کوي.

له شاهد افریدي څخه مخکې د پاکستان کرکټ بورډ غوښتي و چې په شپږیزه کې ګډون ونه کړي خو ده ورسره منلې نه وه.

 شاهد افریدي نن /جمعه/ تایید کړه چې د افغانستان په شپږیزه یا شل اوره غوره لیګ کې برخه نه شي اخیستلی.

ټاکل شوې وه چې نوموړی د سپټمبر له یوولسمې تر ۲۱ پورې په شپږیزه کې ګډون وکړي.

2خو ده په یوه پیغام کې، چې په ټویټر کې یې خپور کړی دی، ویلي چې د شخصی او کورني ستونزو له کبله په دې تورنمنټ کې ګډون نه شي کولی.

ټاکل شوې وه چې ۳۷ کلن شاهد افریدی په سپینغر لوبډله کې ولوبېږي.

شاهد افریدی د سږ کال په لومړیو کې له نړیوال کرکټ څخه ځان تقاعد کړ او له همدې کبله یې اجازه ترلاسه کړه چې د ازاد لوبغاړي په توګه د نورو هیوادونو په بېلابېلو کلبونو کې ولوبېږي.

سره له دې چې شاهد افریدي نور په هره بهرنۍ لوبډله کې د لوبېدو لپاره د پاکستان د کرکټ بورډ اجازې ته اړتیا نه لرله خو دغه بورډ ورڅخه غوښتي و چې افغانستان ته لاړ نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *