د شپږيزې ليګ سياليو لپاره څو مهمې يادونې| احسان الله لمر

د شپږيزې شل اوريز ليګ سیالۍ د څو لاملونو له کبله سږ کال ډېرې د اهميت وړ دي. د لومړي ځل لپاره د سږ کال شپږيزې سيالۍ د کرکټ له نړيوالۍ شورا سره د رسمي لوبو په توګه ثبتېږي، يا په بل عبارت، په هره لوبه کې د لوبغاړو کارکردګي به د دوی په کيرير کې حسابېږي. او د دې لوبو بل لوی اهميت په دې کې دی، چې دغه لوبو ته د نورو کلونو په پرتله زيات بهرني لوبغاړي، روزونکي، لوبڅارن او د کرکټ نور ماهرين رابلل شويدي، چې د کرکټ بورډ په وينا شمېر يې تر دېرشو پورې رسېږي.

د کرکټ او نورو ورزشي برخو جانبي ګټې همدغه دي، چې د نړۍ زيات کرکټ کوونکي هيوادونه په تېره بيا هندوستان، استراليا، انګلستان، پاکستان، بنګله دیش او نور هيوادونه د دې تجارتی لوبو څخه د داخلي شل اوريزو ليګونو په ترسره کولو سره زيات عوايد ترلاسه کوي او هم په خپلو هيوادونو کې د کرکټ په برخه کې د ځوانانو تشويق او روزنې لپاره موثر ګامونه پورته کوي. د افغانستان په څېر هيواد نه يوازې دا چې د دې ليګ څخه د عوايدو د لاسته راوړلو او د سپورټ په برخه کې د ځوانانو د روزلو په برخه کې ګټه پورته کولی شي، بلکې يو شمېر نورې مهمې ګټې هم افغانانو ته لرلی شي. د دې مهمو ګټو څخه يو هم دا ده چې د دې لوبو په ترسره کولو سره د نړيوالو په ذهنيتونو کې موږ د يو سوله ييز او پرمختللي ملت په توګه انځوريدلی شو او په دې سره خپل هغه بايللی حيثیت بيا لاس ته راوړلی شو، چې د تېرو لسيزو په دوران کې مو د خپلمنځي جګړو په ترڅ کې بايللی و.

احسان الله لمر
احسان الله لمر

دا چې افغانان په نړيوالو کې د جنګي او وروسته پاتې ملت په توګه شهرت لري؛ نو د دې منفي شهرت په مثبت بدلولو لپاره يو شمېر کارونه د کرکټ په برخه کې ترسره شوي او لا نورو کارونو ته هم په دې برخه کې اړتيا ليدل کېږي. د شپږيزې دغه سياليو ته لوبغاړي په لوړو بيو اخیستل شوي؛ ان تر دې چې د زيمبابوې په څير هيواد ورته د خپلو داخلي لوبو مهال ویش هم ځنډولی؛ نو په دې سره مو نړيوالو ته ثابته کړله چې نور موږ وروسته پاتې ملت نه يو. که موږ د پرمختګ کولو لپاره کوچنۍ موقع هم پيدا کوو؛ نو نړيوال به د کرکټ برياوو په څېر په نورو برخو کې هم د چټک پرمختګ له کبله حيرانوو.

د دې لپاره چې نړيوالو ته د خپلې تشددي او جنګي څيرې په ځای د مينې او سولې څيره وروښيو، د دې لپاره اړينه ده چې په دې ليګ کې د لوبيدونکيو بهرنيو لوبغاړو، روزونکو، لوبڅارانو او نور پرسونل ته ښه ميلمستيا او قدرداني ورکړو او په امنيتي برخه کې هم بايد غوره امنيتي فضا منځ ته راوړل شي؛ تر څو د دې ليګ په جريان کې د کومې ناوړه پېښې د واقع کيدو څخه مخنیوی وشي. د لوبې په دوران کې نندارچيان بايد د خپلو ملي لوبغاړو د تشويق او هڅولو تر څنګ بهرني لوبغاړي هم تشويق او ونازوي؛ تر څو دوی د دې ليګ څخه خپلو هيوادونو ته له افغانانو څخه غوره خاطرې یوسي او د دوی په ذهنونو کې د افغانانو مثبت او د مينې ډک انځور رازرغون شي.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *