شپږیزه|| کابل بازارانو بُست ساتونکي مات کړل

تاند- په افغانستان کې په نړیوال معیار برابر د غوره لیګ یا شپږیزې اتلولۍ نن /دوشنبه/ د کابل بازانو او بُست ساتونکو په سیالۍ پیل شوې.

دا مسابقه کابل بازانو په ۸ ویکټونو وګټله.

2لومړی بیټنګ بست ساتونکو وکړه، دوی د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۲۰ اوورونو کې ۱۳۶ منډې وکړې.

بست ساتونکو د مسابقې په یو پړاو کې ډېر ښه بیټنګ کاوه او ګومان کېده چې ۱۸۰ منډو ته به یې ورسوي. دوی په اتم اوور کې ۸۰ منډې کړې وې او یوازې یو لوبغاړی (نوروز منګل) یې سوځېدلی و.

منګل ۲۸ منډې وکړې او بل پرانیستګر لوبغاړي کمیرون دیلپورت ۵۳ جوړې کړې.

د کابل بازانو کیپتان اصغر ستانکزي په ۳۵ توپونو ۷۲ منډې او حشمت شهیدي په ۴۸ توپونو۵۵ منډې وکړې.

ستانکزی د دې مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

دا شېبه د الکوزي په نړیوال لوبغالي کې د شپږیزې دوهمه سیالي د امو نهنګانو او سپینغر پړانګانو ترمنځ روانه ده. لومړی امو نهنګان بیټنګ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *