امو له کابل او بُست له مس عینک سره مخامخ دي

تاند- د افغانستان د شپږیزه لیګ په درېمه ورځ به نن /چهارشنبه/ امونهنګان له کابل بازانو سره مخامخ شي.

دا سیالي به، چې د افغانستان په وخت د سهار په ۹ بجې او ۴۵ دقیقې پیلېږي، د شپږیزې پنځمه سیالي وي.

دوهمه مسابقه به د ماسپښین په ۲ بجې د بُست ساتونکو او مس عینک ترمنځ وي.

تراوسه پورې سپینغر پړانګان د جدول په سر کې دي. دې لوبډلې دواړه مسابقې ګټلي. ورپسې کابل بازان او درېم مس عینک دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *