پاکستان ورلډ ۱۱ ته په ۲۰ منډو ماتې ورکړه
تاند- د پاکستان په لاهور کې د نړۍ د یوولس کسیز ټیم او پاکستان لومړۍ شل اووره سیالي پاکستان وګټله.
د پاکستان ملي لوبډلې، چې پچه یې ګتلې وه او لومړی یې په خپله خاوره کې بیټنګ وکړ، په ۲۰ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۹۷ منډې وکړې.
د لوبې د امنیت لپاره خورا سخت تدابیر غوره شوي ول ځکه چې پاکستان د نړۍ ډېر نامن هیواد دی او ترهګرې ډلې پکې زیاتې فعالې دي.
د نړۍ یوولس کسیزې لوبډلې (ورلډ ایلیفن) په ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو د بایللو په وړاندې ۱۷۷ منډې جوړې کړای شوې او په دې توګه دا مسابقه د پاکستان ملي لوبډلې په ۲۰ منډو وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به به مسابقه سبا(د سپټمبر ۱۳) او همداراز د جمعې په ورځ (سپټمبر۱۵) وي.
د ۲۰۱۵ له مې میاشتې را په دې خوا دا لومړی ځل دی چې نړیوال لوبغاړي باکستان ته ځي.
په ۲۰۱۵ م کال د زیمبابوې لوبډله پاکستان ته تللې وه.