سپینغر په ۱۳ منډو بُست ته ماتې ورکړه
تاند- د افغانستان د غوره لیګ (شپږیزې) د نن /سې شنبې/ په دوهمه سیالي کې سپینغر پړانګان او بُست ساتونکي مخامخ شول.
لومړی سپینغر پړانګانو بیټنګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۹۳ منډې وکړې.
په مقابل کې یې بُست ساتونکو د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ټولټال ۱۸۰ منډې وکړې.
دا سیالي سپینغر پړانګانو په ۱۳ منډو وګټله. دا د سپینغر دوهم پر له پسی بری دی.
د سپینغر لپاره تر ټولو ډېرې منډې عثمان غني وکړې. ده په ۵۲ توپونو ۷۲ او نورعلي ځدراڼ په ۳۰ توپونو ۵۰ منډې وکړې.
د بست ساتونکو لپاره نوروز منګل په ۴۱ توپونو ۴۱ او ګلبدین نایب په ۲۰ توپونو ۱۷ منډې وکړې.
ګلبدین نایب همداراز په باولینګ کې په ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.
مجیب په ۴ اورونو کې ۵۰ منډې ورکړې خو ۲ یې وسوځول.
د افغانستان د غوره لیګ (شپږیزې) د نن ورځې لومړۍ سیالي د بند امیر او مس عینک ترمنځ وه.
مس عینک لوبډلې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۲۰ اوورونو کې ۱۳۹ منډې جوړې کړې.
خو د بند امیر ټول لوبغاړي په اتلسم اوور او پنځم توپ په داسې حال کې وسوځېدل چې ۱۳۳ منډې یې کړې وې.