کابل بازانو او سپینغر پړانګانو لومړۍ مسابقې وګټلې

تاند- د افغانستان د کرکټ غوره لیګ (شپږیزه) په دوو سیالیو پرانیستل شوه. په دې سیالیو کې (۳۰) بهرني لوبغاړي او روزنکي ګډون لري.

لومړۍ سیالي د بُست ساتونکو او کابل بازانو ترمنځ وه چې کابل بازانو وګټله خو دوهمه ډېره هیجاني وه ځکه چې د لوبې تر پایه ګټونکی نه و معلوم.

امو نهنګانو د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۲۰ اوورونو کې ۱۵۹ منډې وکړې.

په مقابل کې یې سپینغر پړانګانو په ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۱۵۹ منډې جوړې کړې.

د دې لپاره چې دواړه ټیمونه مساوي شوي وو، په یوه اضافي اوور کې، چې الیمینېټر (eliminator) یا حذفي اوور بلل کېږي، سپینغر لوبډله بریالۍ شوه.

 په لومړۍ مسابقه کې کابل بازانو د بُست ساتونکو ته په ۸ ویکټونو او ۱۵ توپونو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده چې سبا /سې شنبه/ بند امیرښارمارن له مس عینک سره مخامخ شي. دا مسابقه د افغانستان په وخت په ۹ بجې او ۱۵ دقیقې پیلېږي.

دوهمه سیالي به د بُست ساتونکو او سپینغر پړانګانو ترمنځ د ماسپښین په ۲ بجې پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *