ویسټ انډیز له افغانستانه درې واړه شل اوره مسابقې وګټلې

تاند- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن /سې شنبه/ پر ویسټ انډیز وروستۍ ۲۰ اوره مسابقه هم وبایلله.

ویسټ انډیز، چې مخکینۍ دوې سیالۍ یې هم ګتلې وې، نن افغانستان ته په ۷ ویکټونو او ۴ توبونو ماتې ورکړه.؟

د نننۍ سیالۍ پچه افغان لوبغاړو وګټله او پرېکړه یې وګړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.


افغان لوبغاړو د تېرو دوو مسابقو په پرتله ښه بیټنګ وکړ. ۱۴۶ منډې یې جوړې کړې چې په هر اوور کې د منډو اوسط یې ۷ اعشاریه ۳۰ و.

پرانستګر لوبغاړي نورعلي ځدراڼ لوبه ښه پیل کړه. په ۱۹ توپونو یې ۳۵ منډې وکړې. محمد نبي هم ښه وځلېد؛ په ۳۰ توپونو یې ۳۸ او شفیق الله په ۱۵ توپونو ۲۵ منډې وکړې. نجیب الله ځدراڼ ۱۰ ناسوځېلې منډې وکړې.

په بیټنګ کې راشد ارمان ته موقع ورنه کړای شوه حال دا چې په تېرو لوبو کې یې نسبتاً ښه بیټنګ کړی و.

په باولینګ کې د ویست انډیز ۳ لوبغاړي د شاهپور ځدراڼ، محمد نبي او راشد ارمان له لوري وسوځول شول. تر ټولو لږ منډې ارمان ورکړې. ده په ۴ اوورونو کې ۲۲ منډې ورکړې خو تر ټولو ډېرې کریم حنت ورکړې. نوموړي سره له دې چې هیڅ لوبغاړی ونه سوځاوه، په ۴ اوورونو کې ۴۱ منډې ورکړې.

ټاکل شوې ده چې د ویسټ انډیز په وخت د جون په ۹ او د افغانستان د جون ۱۰ مه دواړه ټیمونه لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *