ویسټ انډیز په ۲۹ منډو افغانستان ته ماتې ورکړه

تاند- ویسټ انډیز دوهمه شل اوره سیالي له افغانستانه په ۲۹ منډو وګټله.

دا سیالي د باران د اورېدو له کبله ۱۵ اورونو ته رالنډه شوه.

د دې سیالۍ پچه ویست انډیز وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

د ویسټ انډیز ټیم په ۱۵ اوورونو کې ۱۱۲ منډې وکړې خو د باران د اورېدو له کبله افغانستان ته ۱۲۳ منډې هدف وټاکل شو.

rainافغان لوبغاړو ۹۳ منډې وکړای شوې.

کریم جنت ۲۰، ګلبدین نایب ۱۲، نجیب الله ځدراڼ۱۱، دولت ځدراڼ ۹، اصغر ستانکزي ۹، محمد نبي ۸، نورعلي ځدراڼ ۶، راشد خان۲ او امیر حمز ۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

پرون په لومړۍ شل اوره مسابقه کې ویسټ انډیز په ۶ ویکټونو افغانستان ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده چې د دوو ټیمونو درېمه شل اوره مسابقه د ویسټ انډیز په وخت د جون په پنځمه (دوشنبه) د افغانستان په وخت د جون ۶مه (سې شنبه) وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *