ویسټ انډیز افغانستان ته په ۶ ویکټونو ماتې ورکړه

تاند- ویسټ انډیز لومړۍ شل اوره مسابقه له افغانستانه په ۶ ویکټونو او ۲۱ توپونو وګټله.

په دې مسابقه کې، چې د افغانستان په وخت د جون په درېمه او د ویسټ اډنیز په وخت د جون په دوهمه په وارنر پارک لوبغالي کې وشوه، افغان ټیم یوازې ۱۱۰ منډې جوړې کړای شوې.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې راشد ارمان وکړې. ده په ۲۷ توپونو ۳۳ منډې وکړې.

امیر حمزه هم ښه بیټنګ وکړ. ده په ۱۷ توپونو ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ویسټ انډیز ټیم د افغانستان له لوري اسانه ټاکل شوی هدف په اسانه پوره کړ.

شاهپور ځدراڼ ۲ ویسټ انډیزي لوبغاړي وسوځول خو په مقابل کې یې ۳۰ منډې ورکړې.

راشد ارمان یو لوبغاړی وسوځاوه او په ۴ اوورونو کې ۱۴ منډې ورکړې. کریم جنت په یو اوور کې ۱۲ منډې ورکړې او یو لوبغاړی وسوځاوه.

ټاکل شوې ده چې د دواړو ټیمونو دوهمه مسابقه د افغانستان په وخت د شپې په درې نیمې بجې پیلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *