د افغان کرکټ غندنه او ستاينه/ فياض حميد

نن چې هر څه ليکم يوازې هغه څه دي چې په تېر پنځه کلن رسنيز بهير کې ورسره مخ شوی يم. د ګڼ شمېر خلکو له لوري مې د افغان کرکټ غندنه او ستاينه وليدله، دا راته جوته شوه چې د چا وړو کې شګه ده؟ څوک د افغان کرکټ د پرمختګ لپاره کار کوي؟ څوک  يې د شخصي ګټو په خاطر غندي او څوک يې د شخصي ګټو په خاطر ستايي؟ او څوک دا هر څه يوازې د خپل شهرت لپاره کوي؟

په افغانستان کې يوازينۍ اداره د افغانستان کرکټ بورډ دی چې د ګڼ شمېر هېوادوالو د غندنې او ستاينې هدف دی، خو دوی هېڅکله دې ته فکر نه کوي چې د دوی بېځايه غندنه او ستاينه افغان کرکټ ته څومره زيان اړوي.

راځو دې ته چې د چا له لوري د افغان کرکټ ستاينه او غندنه کېږي او ولې يې کوي؟

۱- لومړۍ ډله: ځينې داسې کسان شته چې نيوکه يې يوازې د اصلاح په خاطر وي او هر وخت د نيوکې او غندنې هوډ نه لري، خو کله چې ورته د کرکټ بورډ کومه کړنه سمه ونه برېښي، نو بيا پرې نيوکه کوي، د دوی نيوکه که په خپل ذات کې سمه نه وي، خو بيا هم د دوی فکر مثبت وي، دوی ته کار غلط مالوم شوی وي، ځکه پرې نيوکه کوي. دا هغه ډله خلک دي چې د کرکټ بورډ سره هېڅ کومه ستونزه نه لري، شخصي ګټې يې په نظر کې نه وي، د شهرت قصه کې نه وي، يوازينۍ موخه يې اصلاح وي او بس.

۲- دويمه ډله: دويمه ډله هغه کسان دي چې کرکټ بورډ کې يې دندې درلودې او خپلې دندې يې له لاسه ورکړې وي، تر ګوښه کېدو وروسته د تخريب له لارې غواړي پر کرکټ بورډ فشار راوړي او خپله دنده بېرته ترلاسه کړي، دوی هغه وخت د کرکټ بورډ خلاف هېڅ نه وايي کوم وخت کې چې يې دنده اشغال کړې وي او پر څوکۍ ناست وي، خو چې له کرکټ بورډ څخه وويستل شي، نو بيا يې د نيوکو او غندنو بوجۍ خوله خلاصه شي او کرکټ بورډ د مفسدينو اداره شي. د دې ډله اشخاصو ګڼ مثالونه شته، پر خپل وخت به يې خپاره کړو.

۳- درېيمه ډله: درېیمه ډله هغه کسان دي چې د کرکټ سره د مخالفت له لارې غواړي يا خپله او يا هم د کورنۍ ځينې نور غړي کرکټ بورډ کې پر دنده وګماري، چې ددې ډلې د زياتو کسانو مثالونه هم شته، د اړتيا پر وخت به يې نومونه خپاره کړو.

۴- څلورمه ډله: راځم څلورمې ډلې ته، دا هغه ډله کسان دي چې د افغان کرکټ د ستاينې او غندنې له لارې غواړي، ځان شهرت ته ورسوي، دوی که هر ډول منفي کار ويني سترګې پرې پټوي، يوازې د ستاينو پړی يې رانيولی وي او سيده ورپسې روان وي او هغه کسان چې يوازې په غندنو او نيوکو کې خپل شهرت لټوي، هېڅ ورته بيا مثبت کار ښکاري نه، دوی همېش مثبت پر منفي بدلوي. دا ډله کسان هم دوه لوی مثالونه لري چې پر خپل وخت به خپاره شي.

۵- پنځمه ډله هغه کسان دي چې له کرکټ بورډ څخه شخصي غوښتنې کوي، خو چې کله يې کرکټ بورډ غوښتنې ونه مني، بيا نو کرکټ بورډ مفسد او دی پاکه کوتره شي. د دې ډله اشخاصو په اړه هم پوره ثبتونه لرو چې د اړتيا پر مهال به خپاره شي.

عام ولس بايد دا ټول کسان وپېژني او بېځايه د چا د شخصي عقدو، ګټو او غوښتنو ښکار نه شي، دوی د شخصي ګټو لپاره افغان کرکټ په شعوري او نا شعوري ډول کندې ته غورځوي. راځئ چې د دوی پر وړاندې ودرېږو او ټول ولس ته يې رسوا کړو، له دوی د نيوکې او غندنې حق واخلو، خپله هره منفي کړنه وغندو او هر مثبت کار وستايو. که داسې ونه شي د يو څو ځانخوښو او عقده پالو کسانو له لاسه به افغان کرکټ د تباهۍ پر لرو روان شي، بيا به يې ژغورل ستونزمن څه چې ناممکن وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *