د افغان کرکټ شهزاده/ فياض حميد

کرکټ هغه لوبه ده چې په افغانستان کې يې خورا چټک پرمختګ کړی، د دغې چټک پرمختګ له امله د هغه افغانانو چې پخوا يې د کرکټ نوم هم نه پېژانده، مينه له کرکټ سره زياته شوه. په ټول هېواد کې د خوښۍ شېبې هغه وې ، کله چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د (۲۰۱۰)م کال په شل اوريز نړيوال جام کې برخه واخيسته، دا نو هغه وخت وو چې هېوادوال د ملي لوبغاړو له نومونو سره اشنا شول، هغه مهال د (حميد حسن) نوم د لويانو او ماشومانو په خولو کې و، ځکه توپ اچونې يې د هېوادوالو مينه له هغه سره زياته کړې وه، ورو ورو بيا د خلکو د خوښې لوبغاړي بدلېدل رابدلېدل، چا شاپور خوښوه، چا حميد حسن، چا نبي خوښوه چا شينواری  او همدا شان نور لوبغاړي، خو دلته يو داسې نوم بل هم وو چې په راتلونکي کې د افغان کرکټ شهزاده و.

خلک خبر نه وو چې په افغان کرکټ لوبډله کې داسې يو لوبغاړی هم شته چې نړيوال به ورته ګوته په غاښ پاتې شي. زه د هغه غنمرنګ شهزاده په اړه دا خبرې کوم چې نړيوال تېز توپ اچوونکي يې د بېټ له بې رحمۍ او د مټو له زوره په ډار کې دي.

شهزاد محمدي يادوم، هغه چې د بال وهلو وروسته ورسره دا وېره نه وي چې تر پولې به هاخوا واوړي که نه؟ هغه چې د کرکټ په نړۍ کې د ډار په نوم څه نه پېژني؟ هغه چې له هېڅ تېز توپ اچوونکي وېره نه لري، هر چا پر وړاندې يې د توپوهنې يو انداز وي. شهزاد محمدي د هندوستان هېواد د لوبډلمشر (مهندرا سنګهـ ډوني) مينوال دی، خو په نړيوالو ريکارډونو کې له هغې هم څو ګامه مخکې تللی دی.

دلته يې د ځينو ريکارډونو بېلګې درښيو:

Shahzad۱- په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې (شهزاد) د دويمې درجې هېوادونو په لوبغاړو کې تر هر چا د غوره لوبغاړي ډېرې جایزې ګټلې دي.

۲- په شل اوريزو سياليو کې د دويمې درجې هېوادونو له ټولو لوبغاړو يې منډې زياتې دي او په نړيوالو لوبغاړو کې په څلورم نمبر دی، هغه د هندوستان وتلی لوبغاړی وېرات کوهلي هم شاته پرېښودی.

۳-  د زمبابوی پر وړاندې يې (۱۱۸) منډې د دويمې درجې هېوادونو په لوبغاړو کې دويمې تر ټولو زياتې منډې دي او په نړيواله کچه شپږم نمبر ډېرې منډې دي، نوموړی په دې توپوهنې سره د شل اوريزو سياليو د توپوهونکو په نړيواله درجه بندۍ کې (اتم) نمبر ته راغی چې اوس په نړيواله درجه بندۍ کې اووم نمبر دی.

۴- په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې په يوه ورځ دوه نيمه سليزې يې بل نړيوال ريکارډ دی، چې د صحرا جام سياليو په لړ کې يې په يوه ورځ دوه شل اوريزه سيالۍ ترسره کړې او په دواړو سياليو کې يې نيمه سليزې ووهلې. نړيوال تبصره کوونکي وايي: ((د شهزاد محمدي دا ريکارډ نه ماتېدونکی دی)).

۵- د (ای، سي، سي) له خوا د نړيوالو شل اوريزو سياليو په جوړ شوي ټورنمنټ کې تر ټولو زياتې نيمه سليزې (ويرات کوهلي) وهلې وې، نوموړي د (۲۰۱۶) م کال شل اوريزو سياليو په نړيوال جام کې درې نيمه سليزې وهلې وې، خو (شهزاد محمدي) دغه ريکارډ په خپل نوم کړ او د (۲۰۱۷) م کال په صحرا جام سياليو کې يې څلور نيمه سليزې ووهلې.

شهزاد محمدي دا او دې ته ورته نور نړيوال ريکارډونه هم لري.

افغانستان تل په خپله غېږه کې استعدادونه روزلي چې خپل او د هېواد نوم يې په نړۍ کې ځلولی دی، په ملي لوبډله کې، د پخوانيو پياوړو لوبغاړو سربېره نور ځوان لوبغاړي هم شته چې د نړيوالو پام يې ځان ته راړولی دی. دلته د نويو ځوان لوبغاړو (راشد خان او رحمت شاه) يادونه هم اړينه ده چې په تېر لږ وخت کې يې ځانونه د نړۍ په کچه وځلول. دا خاوره د دا ډول استعدادونو ډکه ده، خو که دښمنان يې د ارام ساه اخيستلو ته پرېږدي.

په نړۍ کې د افغان کرکټ لوبغاړو د ځلېدا په هيله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *