پریشانه فاتحان/ محمد نعمان دوست

د کرېکټ بریا ماضي ته ستون کړم. د خپل کلي تر جوماته یې ورسولم او د خدای بخښلي محمداجان ماما د ډنډ سترګو کیسه یې را یاده کړه:

محمداجان ماما بزګر و. موږ ته دا نه وه معلومه چې اصلاً د کوم ځای و؟ خو له کلونو راهیسې زموږ کلي کې اوسیده. خپله ځوانۍ یې زموږ د کلیوالو په کروندو کې خاورې کړې وه او بیا یې زامنو ته دا میراث پاتې شو. غټو او وړو ورته ماما وایه.

هغه مهال کلي کې قحطي وه. آن ځینو زمکوالو هم په ډير اتیاط غلمینه ډوډۍ خوړله. اوړه ډیر کم پیدا کیدل او هغوی به ډیر بختور وو چې هر مازدیګر به یې له کوره د تناره لوګی پورته کیده.

زموږ کوچنی کلی دوه جوماتونه لري؛ یو د ژمي لپاره چې پوښلی دی او بل د اوړي لپاره چې سر خلاصی دی. شګې پکې اوارې دي. د محراب پر سر به د توت ښاخونو سیوری کړی و او کله کله خو به پر پستو شګو سره او تور توتان داسې پراته وو لکه د تسبو تار چې وشلیږي.

د نورو کلیو په څير زموږ کلي کې هم د جومات اداب نه رعایت کیدل. کله چې به کروندو کې کارونه نه وو، خلکو به پکې کیسې کولې. ځینو خو به آن ماشومان هم په غیږ وروستل.

په هغه ورځ یې د بزګر محمداجان لمسي ته د کلي د یوه زمیندار زوی پر غیږ وروست، چپه یې کړ. بیا یې ور مخکې کړ بیا یې چپه کړ او بیا یې ورمخکې کړ، بیا یې هم را څملاوه او وچلي پسې یې د جومات شګې ونښتې. محمدا جان ماما،  خپل فاتح لمسی غیږ کې ونیو، تر ډيره یې ورکتلې. اوښکې سترګو کې وځلیدې، سترګې یې لا پسې کوچنۍ شوې او بیا یې ویل: زما پهلوان لمسیه، کاش په ګیډه خو موړ وای! کاش درې وخته خو وچه ډوډۍ در رسیدای!

زموږ اتلانو خپل ایرلنډي سیالان څو ځلې مات کړل او له هرې ماتې وروسته مې له خوښۍ سترګې ډکیدې او ځان سره به مې ویل: زما اتلانو! کاش، تاسو خو د یوه ارامه هیواد اوسیدونکي وای. کاش تاسو خو په سوله ماړه وای او کاش!

جګړه وحشت دی او هر وحشت ویرونکی وي. هره ویره پر اعصابو ناوړه اغیزه پریباسي او په نارامو مغزو فکر کول او بیا مناسب تصمیم نیول اسانه  خبره نه ده.

زه باوري یم چې زموږ لوبغاړو ته به آن د لوبې په ډګر کې هم خپل وطن وریاديږي. پریشانه به وي چې هسې نه بیا چاودنه شوې وي. هسې نه جګړه شوي وي. هسې نه د کورنۍ کوم غړی یې چا اختطاف کړی وي  او هسې نه…

له لسیزو راهیسې، زموږ د هیواد د خبرونو سرټکي د وژنو، ویجاړونو او سوزونو وي. د ډيری خبرونو په اوریدو له زړونو وینې څاڅي.

زموږ د اتلانو  په مقابل کې د داسې هیواد کسان  ولاړ وو چې خلک یې یواځې په طبیعي مرګ مري. نه د بمبار غم شته، نه د انتحار غم شته او نه د انفجار. د دغه شان هیوادونو د وګړو فکرونه به خامخا ارام وي. خامخا به له اندیښنو لرې وي او دا به خامخا د دوی په فکري تمرکز اثر پریباسي.

زما، د سولې او ثبات وږو قهرمانانو!

کاش، زموږ وطن کې هم سوله وای، ارامي وای، زړونه ډاډه وی، پر روښانه راتلونکې باور وای، باوري یم چې د نړۍ بهترین لوبغاړي به همدا تاسو وئ.

( سرخط ورځپاڼه – نننۍ ګڼه)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *