افغانستان له آیرلنډه د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله

تاند- د رحمت شاه او سمیع الله ښه ملګرتوب (پارټنرشیپ) او د راشد ارمان ۴ ویکټونو مرسته وکړه چې افغانستان له آیرلنډه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټي.

افغانستان او آیرلنډ په تېرو ۴ سیالیو کې دوه – دوه مساوي ول.

نن /جمعه/ د پنځمې یا وروستۍ سیالۍ پچه آیرلنډ وګټله او ویې پتېیله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

ټول آیرلنډي لوبغاړي په داسي حال کې په ۴۸ اوور کې وسوځېدل چې ۲۲۹ منډې یې جوړې کړې وې.

د راشد ارمان ترڅنګ، چې ۴ لوبغاړي یې وسوځول، فرید احمد ۳ او دولت ځدراڼ ۲ لوبغاړي وسوځول.

فرید احمد په ۱۰ اوورونو کې ۶۵، دولت ځدراڼ په ۸ اورونو کې ۳۳ خو ارمان په ۱۰ اوورونو کې یوازې ۲۹ منډې ورکړې.

په بیټنګ کې د افغانستان دوه لومړي پرانستګر لوبغاړي بیا هم ژر وسوځېدل.

شهزاد محمدي ۱۳ او نجیب تره کي ۵ منډې وکړې.

اصغر ستانکزي راتګ او له رحمت شاه ملګرتوب د افغان ټیم د نندارچیانو وارخطايي کمه کړه.

اصغر ستانکزي په ۵۰ توپونو ۳۹ منډې وکړې خو د ده له سوځېدو وروسته سمیع الله شینواري له رحمت شاه سره لوبې ته د بري تر شېبې پوري دوام ورکړ.

رحمت شاه
رحمت شاه

رحمت شاه د دوهم ځل لپاره سلیزه ووهله.

ده په ۱۲۸ توپونو ۱۰۸ منډې وکړې. سمیع الله شینواري په ۷۷ توپونو ۶۲ منډې وکړې او دواړه تر پایه ونه سوځېدل.

دا لوبه افغانستان په ۷ ویکټونو او ۸ توپونو وګټله.

رحمت شاه د لوبې غوره لوبغاړی شو خو د لوبلړۍ یا ټول سیریز د غوره لوبغاړي جایزه د آیرلنډ د (پي آر سترلینګ) په نصیب شوه.

دا د آیرلنډ په وړاندې د افغانستان لپاره په لوبلړۍ کې پر له پسې دوهم بری و. تر دې وړاندې افغان لوبغاړو د شل اووره سیالیو لړۍ هم ګټلې وه.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان لوبډله له مالیزیا سره له یو ورځینۍ مسابقې وروسته له آیرلنډ سره څلور ورځینۍ مسابقه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *