آیرلنډ درېمه یو ورځینۍ سیالي په ۶ ویکټونو وګټله

تاند- آیرلنډ له افغانستان څخه درېمه یو ورځینۍ نړیواله مسابقه وګټله او اجازه یې ورنه کړه چې افغانستان یو ورځنینۍ لوبلړۍ (سریز) په اسانه وګټي.

که افغانستان دا سیالي ګتلې وای، د یو ورځنیو سیالیو د دوو نورو مسابقو ګټلو ته یې اړتیا نه پاتې کېده.

پچه د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کیپتان اصغر ستانکزي وګټله او پرېکړه یې وکړه چې بیا هم د تېرو دوو سیالیو په شان لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

افغان لوبغاړو په بې ساري ډول په خراب بیټنګ لوبه پیل کړه.

لا یې شپېته منډې نه وې کړي چې ۵ لوبغاړي یې وسوځېدل.

پرانستګر لوبغاړي نور علي ځدراڼ یوه منډه وکړه، شهزاد ۱۱، او رحمت شاه ۸ منډې وکړې او یو په بل پسې وسوځېدل.

اصغر ستانکزي، چې په تېره سیالۍ کې یې سلیزه وهلې وه او دا ځل هم ورته هیله وه، یوازې ۱۶ منډې وکړې. سمیغ الله شینواري ۲۰ او محمد نبي ‍۱۳ منډې وکړې.

خو د تېرو سیالیو خلاف ګلبدین نایب ښه لوبه وکړه. ده په ۷۶ توپونو ۵۱ منډې وکړې. له ده سره د راشد خان ملګرتوب د افغان لوبډلې پزه په ځای کړه کنې باور کېده چې د افغانستان ټیم به ښايي د ۱۲۰ او ۱۵۰ ترمنځ منډې وکړي.

راشد ارمان په ۵۰ توپونو۵۶ منډې وکړې.

له دوی وروسته د دوو نورو لوبغاړو شفق الله شفق او دولت ځدراڼ ملګرتوب د افغانستان د منډو له زیاتوالي سره ښه مرسته وکړه. شفق یوازې په ۲۸ توپونو ۵۰ منډې وکړې.

افغانستان ۲۵۶ منډې هدف وټاکه چې د تېرو دوو سیالیو په پرتله ټیټ هدف و او له هماغه پیله دا احتمال قوي ښکارېده چې آیرلنډ به یې پوره کړي.

ایرلنډ ته هغه مهال د هدف پوره کول لا اسانه شو چې افغان باولران د آیرلنډي لوبغاړو پر سوځولو بریالي نه شول.

د آیرلنډ یوازې ۴ لوبغاړي وسوځوېدل او په دې توګه دا سیالي آیرلنډ په ۶ ویکټونو او ۹ اضافي توپونو وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *