لغمان والي : ورزش کاران د امن او سولې سفیران دي

لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن ورځ دا څرګندونې په مهترلام کې د مرکز او ولسوالیو په سطحه د کریکټ د۱۵ ورځني ټورنمنټ په پيلیزو مراسموکې وکړي ، دغه ټورنمنټ چې د افغانستان د کورني کریکټ په لارښوونه د لغمان دکریکټ ادارې له لوري په لاره اچول شوی موخه يې دکریکټ وده،د ځوانانو ترمنځ د اړیکو نږدیوالی، د لغمان  ولایتي لوبډلې ته  دغوره لوبغاړو پيژندنه  او  دسپورت له لارې  ټولوته د امن  او سولې پيغام رسونه ده.

لغمان والي په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې ورزش کارانو ته په اشارې  دوی د امن  او سولې سفیران وبلل او یاده يې کړه  چې زموږ ځوانان  په نشتو امکاناتو خړو خاورو کې لوبدلي، نړیوالې لوبې يې ګټلې،دګران هېواد ملي بیرغ يې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې رپاند ساتلی او هم يې هېواد ته  ستر ویاړونه راخپل کړي او زموږ دمظلوم او جګړه ځپلي ولس په  شونډو يې  موسکا خوره کړې ده.

ښاغلي نعیمي دخپلې لنډې وینا پرمهال ځوانان او په خاصه توګه ورزش کاران وهڅول چې دفکري ودې لپاره کار وکړي، دسپورت  له لارې ددولت وسلوالو مخالفینو ته د سولې پيغام ورکړي او هم ولس ته د ورزش له لارې مثبت پيغامونه ورسوي.

لغمان والی له همدې ځایه په هغو ځوانانو چې په نشه يې توکو روږدي دي او دخپلو کورنیو او ټولنې د اوږو بار دی هم غږ وکړ چې  دنشه يې توکیو له کارونې او د ناوړه خلکو سره دناستې ډډه وکړي ،سپورت او زده کړې وکړي او له دې لارې ځان دګران هېواد او خلکو دخدمت جوګه کړي.

۲۶ /۱۲ /۱۳۹۵

د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *