جګړو پر سپورتي فعالیتونو هم سیوری غوړولی

تاند- د افغانستان د ځینو ولایتونو ورزشي مسؤلان وايي چې په هېواد کې وروستیو ناامنیو په سپورتي فعالیتونو او یو شمېر لوبغاړو مفني اغېز کړی دی.

د جوزجان او بغلان ورزشي امران وايي چې ځیني لوبغاړي په داسې سیمو کې دي چې هلته ناامنۍ دي خو بیا هم له ستونزو سره سره ورزش مخ ته وړي.

هغوی وايي چې له همدې امله ځیني سیالۍ ځنډیدلي دي.

خو ځیني لوبغاړي بیا وايي چې ورزش د سولې پیغام لري او په هر حالت کې ورزش ته دوام ورکوي.

همداراز په ځینو جنوبي ولایتونو کې د دولت وسله وال مخالفان ځوانان له ورزش او لوبو منع کوي او د لوبو ممنوعیت ته له ځانه شرعي توجیهات وړاندې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *