افغان ورزشي خبريالان په اسيا کې ځلېږي

راپور: سایر ځلاند –

افغان خبريالان د آسيا په کچه د ځوانو ورزشي خبريالانو په ورکشاپ کې د لاسته راوړنو په هیله، نن هانکانګ ته رسېږي.

دوی چې د اپریل له دوهمې په چین کې د ورزشي خبریالۍ د عملي زده کړو په موخه په ټریننګ بوخت و، نن به د ټریننګ د دوهمې برخې لپاره هانکانګ ته ستانه شي.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسیون مسؤولین وايي چې افغان خبريالانو ته به زمینه برابره کړي چې د نړيوالو او سیمه ييزو خبريالانو په شان په مسلکي توګه له دې وروسته د ورزش راپورونه جوړ او خپاره کړي.

ددغه فدراسیون رئيس سائر ځلاند وايي، اوسمهال دوه تنه افغان خبريالان په چین او هانکانګ کې په زده کړو بوخت دي چې د لس ورځنۍ روزنې وروسته به بېرته هېواد ته د ډېرو زده کړو سره ستنېږي.

نوموړی وايي چې ددې پروګرام تر څنګ يې په ايران، پاکستان، کوېټ، قطر، سعودي عربستان او اردن کې د ورزشي خبريالانو د فدراسيونونو د مسؤولینو سره خبرې کړي چې افغان خبريالانو ته په جوړېدونکو ټریننګونو کې برخه ورکړي.

د هانکانګ د ورزشي خبريالانو د فدراسیون مشر ریمونډ چیو چن فای وايي، افغان خبريالان تر ټولو نورو زیات ځلېږي او دوی تمه لري چې د دغه پروګرام په پای کې افغان خبريالان تر ټولو وړاندې وي.

فای زیاتوي چې دوی به هڅه وکړي چې په راتلونکو پروګرامونو کې زیاتو افغان خبريالانو ته د روزنې زمینه برابره کړي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ورزشي خبريالان د سيمې په کچه په یو لوی ورکشاپ کې برخه اخلي.

که څه هم افغانستان کې د ورزشي خبريالۍ مخينه کمه ده، خو د ورزش د لاسته راوړنو سره دغه برخې ته هم پاملرنه زیاته شوې او اوس ډیری خبريالان هڅه کوي چې په دې برخه کې مسلکي زده کړې تر لاسه کړي.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون غواړي چې د ورزشي خبريالانو د مرکز او هستې په توګه د افغانستان د ورزش د پرمختګ لپاره لا نور کار وکړي او ورزشي خبريالي مسلکي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *