خواجه رحیل د افغانستان د کرکټ ټیم سر روزونکی شو

تاند- د پاکستان خواجه رُحیل علي د افغانستان د کرکټ بورد له لوري د افغانستان د کرکټ په ملي اکاډیمۍ کې سرروزونکی وګومارل شو.

د (دي نېشن) ورځپاڼې د راپور له مخې، رُحیل، چې د اسیا غوره روزونکی ګڼل کېږي، ژمنه کړې چې افغان لوبغاړي به له روحي او ذهني پلوه غښتلی کړي.

رُحیل د امریکا د متحدو ایالتونو د سپورتي طب د ملي اکاډیمۍ په شمول له بېلابېلو نړیوالو روزنیزو مرکزونو د روزنې معتبر اسناد لري.

ده د پاکستان (دي نېشن) ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل:«زه به دوی وروزم او په لویو مسابقو کې به یې د لویو ټیمونو په وړاندې تیار کړم. هیله لرم چې له سخت کار او پلان سره سم تمرین به دوی په خپله لوبه کې ښه والی او مهارت احساس کړي او په نړیوالو سیالیو کې به لا ښه وځلېږي.»

رحیل د فیټنس تخصص لري او د پاکستان د حبیب بانک له لوبډلې سره یې په دې برخه کې کار کړی دی.

ده په نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«هو، افغانستان په شل اووریز جام سیالیو کې استثنايي لوبه وکړه او ثابته یې کړه چې یو غښتلی ټیم دی. خو تل د لا ښه والي لپاره ځای وي او زه فکر کوم چې که له دوی سره کار وکړم نو لا ښې او د رضایت وړ پایلې به ترلاسه کړي.»

تراوسه پوري د افغانستان کرکټ بورډ د ښاغلي رحل علي د ګومارنې په اړوه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *